وزيراعظم شهباز شريف د بوسنيا هرزيګووينا د صدارتي كونسل چيئرمېن سره وليدل

  نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بوسنيا هرزيګووينا سره د پاكستان د تاريخي٬ نزدې او د ورورولۍ اړيكو د اهميت پخلي كولو سره دا اړيكې د تجارت او په اقتصادي مرستې اډانه قوي او په پراخه همكارۍ بدلولو له خوښي  ښكاره كړې ده ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د بوسنيا هرزيګووينا د صدارتي كونسل …

 

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بوسنيا هرزيګووينا سره د پاكستان د تاريخي٬ نزدې او د ورورولۍ اړيكو د اهميت پخلي كولو سره دا اړيكې د تجارت او په اقتصادي مرستې اډانه قوي او په پراخه همكارۍ بدلولو له خوښي  ښكاره كړې ده ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د بوسنيا هرزيګووينا د صدارتي كونسل چيئرمېن  ډاكټر ډينس بيچيرووچ سره وليدل٬ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي غونډې په موقع د ترسره شوې ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او بوسنيا هرزيګووينا ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست چې پكښې سياسي، اقتصادي، دفاعي مرسته، د هنرمند افرادي قوت تبادله، تعليم او د كلتور څانګې شاملې دي٬ دوارو مشرانو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكره۔ وزيراعظم بوسنيا هرزيګووينا سره د پاكستان د تاريخي، نزدې او د ورورولۍ اړيكو د اهميت پخلي كولو سره دا اړيكې په تجارت او په اقتصادي مرسته اډانه مضبوطې او په پراخه  شراكت دارۍ  د بدلولو خوښۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د بوسنيا هرزيګووينا خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د بشپړ ملاتړ پخلي كولو سره زور راوړو چې سيمه ايز استحكام يو مضبوط، مستحكم او خوشحاله بوسنيا هرزيګووينا سره تعلقل ري٬ د بوسنيا هرزيګووينا په اروپائي ائتلاف كښې د شموليت خبرو په رسمي پېل ډاكټر ډينس بيچيرووچ له مباركي وركولو سره وزيراعظم ووئيل  پاكستان بوسنيا هرزيګووينا ته په اروپائي ائتلاف او د لويديز بلقان تر ماركيټ د پاكستانو څيزونو رسنې لپاره په منطقه كښې تجارت او د سيمه ايزو روابطو د ممكن مركز په توګه ګوري۔ ډاكټر ډينس بيچيرووچ لويديزه آسياء او په خليجي منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمې او حالات د معمول له مخې كولو لپاره د پاكستان د ثالثۍ د كردار ستائنه وكړه٬ ده د سندھ طاس تړون معطل ساتلو اقدام د غېر قانوني حېثيت په اړه د پاكستان د موقف بشپړ ملاتړ هم وكړو۔ دواړو مشرانو د پاكستان او بوسنيا هرزيګووينا ترمېنځه  دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره په شريكه رابطه كښې پاتې كېدو او په ګډه كار كولو ته صلاح يوه كړه٬ په دې لړ كښې به په راتلونكي وخت كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې د دورو تبادلو ته هم وده وركولې شي