آپريشن ردالفتنه-3، په مستونګ كښې د سكيورټي فورسز  ځوابي كارروائي٬ نهه خوراج ووژل شول

  كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان په ضلع مستونګ كښې سكيورټي فورسز د ترهګرو په امنيتي پوسته د بريد منصوبې ناكامولو سره د فتنه الخوارجو 9 ترهګر ووژل۔ د سكيورټي ذريعو له مخې د فتنه الخوارج شرپسندو د مستونګ په كنك وادۍ كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د بزدلانه بريد هڅه كړې٬ په پوسته كښې اهلكارو په سمدستي توګه او موثر ځوابي كارروائي كولو سره 2 …

 

كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان په ضلع مستونګ كښې سكيورټي فورسز د ترهګرو په امنيتي پوسته د بريد منصوبې ناكامولو سره د فتنه الخوارجو 9 ترهګر ووژل۔ د سكيورټي ذريعو له مخې د فتنه الخوارج شرپسندو د مستونګ په كنك وادۍ كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د بزدلانه بريد هڅه كړې٬ په پوسته كښې اهلكارو په سمدستي توګه او موثر ځوابي كارروائي كولو سره 2 ترهګر ووژل او د دغې نه وروستو ئې د تښتېدونكو ترهګرو په محاصره كولو سره 7 نور ترهګر هم ووژل او هغوي څخه ئې  د درېو موټر سائيكلو پشمول په لويه كچه وسله او ګوله بارود برآمد كړل ، د ډزو په تبادله كښې د سكيورټي فورسز يو اهلكار ژوبل شو ۔ ذريعو له مخې بلوچستان څخه د ترهګرو تر بشپړه خاتمې به كارروائۍ د كوم تعطل نه غېر روانې وي۔۔