اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي)آبنائے هرمز د 33 کلومیټرو يوه لنډه سمندري لاره ٬ د تېلو په بابله ګردې نړۍ لپاره د شا رګ حېثيت لري،د 33 كلوميټره آبنائے هرمز دومره طاقت لري چې د ګردې نړۍ معيشت (اكانومې) خوزولې شي،كه ايران آبنائے هرمز بند كړئ شي نو د دې به په نړۍ څه اثرات وشي؟ د ټولو نه وړاندې خو په دې ځان پوهول پكار …
آبنائے هرمز د 33 کلومیټرو يوه لنډه سمندري لاره، د تېلو په بابله ګردې نړۍ لپاره د شا رګ
اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي)آبنائے هرمز د 33 کلومیټرو يوه لنډه سمندري لاره ٬ د تېلو په بابله ګردې نړۍ لپاره د شا رګ حېثيت لري،د 33 كلوميټره آبنائے هرمز دومره طاقت لري چې د ګردې نړۍ معيشت (اكانومې) خوزولې شي،كه ايران آبنائے هرمز بند كړئ شي نو د دې به په نړۍ څه اثرات وشي؟ د ټولو نه وړاندې خو په دې ځان پوهول پكار دي چې آبنائے هرمز څه څيز دے؟ آبنائے هرمز د 33 کلومیټرو يوه لنډه سمندري لاره دہ كومه چې د ايران،عمان او يو اے اي ترمېنځه ده، دا داسې نرۍ سمندري لاره ده د كومې څخه د ګردې نړۍ 20 فيصده تېل سپلائي یعنې تقریباً 17 ملین بیلز تېل تېرېږي او دا تېل په دې فرشين ګلف كښې موجود د اته هېوادونو څخه راځي چې پكښې ایران، عراق، کویت، بحرین، قطر، سعودی عربی او یو اے اي شامل دي۔ د یو اے اي، سعودی عرب، کویت او قطر 90 فيصده تېل په دې نرۍ لارې تېرېدو څخه دنيا ته برامد كېږي۔د وېب ډكس رپورټ له مخې كه ايران آبنائے هرمز بند كړي نو د ټولو نه زيات به كومو هېوادونو ته د دې زيان روسي؟ په دې هېوادونو كښې هند٬ چين٬ جاپانسعودي عرب او پاكستان سره سره به په نورو هېوادونو هم د دې منفي اثرات مرتب شي٬ د دې نه علاوه په متحده عرب امارات او په اروپائي هېوادونو لكه فرانس، المان او اټاليه به هم د دې منفي اثرات وشي۔
په نړيواله كچه د تېلو بيعه د 150 ډالر نه د زياتېدو پېشن ګوئي ده چې په نتيجه كښې ئې په ګرده نړۍ كښې سخته ګراني (انفلیشن) رامخې ته كېدې شي او تر ډېره حده ممكن ده چې نړۍ زيات كساد بازارۍ (ریسیشن) سره مخ شي۔ د حېرانۍ خبره ده چې يوازې د 33 كلوميټره دا لنډه سمندري لاره دومره طاقت لري چې د ګردې نړۍ معيشت (اكانومې) خوزولې شي۔ ګردې نړۍ له پكار دي چې په دې لړ كښې د پاكستان په ثالثۍ كښې د ايران او امريكې په تاٶ تريخوالي په خاتمه كښې معاونت وكړي دغسې چې ګرده نړۍ د جنګ او په معاشي توګه د تباهۍ نه بچ كړې شي۔ (رپورټ جنت ګل)







