واشنګټن ۔8مئی(اے پی پی) په امريكائي ایوانِ نمائندګان كښې په وړاندې كړې شوي يو قرارداد كښې د امريكا او ايران ترمينځه جنګ ختمولو له د پاكستان د ثالثۍ هڅې وستائلې شوې۔د كشميرمېډيا سروس له مخې دا قرارداد ټېکساس څخه ډېموکرېټ غړي اېل ګرین د 119 م كانګرېس دويمه غونډه كښې وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې پاكستان يو "اهم غیر جانبدار ثالث" ګرځولو سره ووئيلې شوو چې پاكستان د فريقېنو ترمينځه …
امريكائي كانګريس ته وړاندې كړې شوي قرارداد كښې ایران امریکا جنګ ختمولو ، امن په ځاې كولو له د پاكستان هڅې وستائلې شوې
واشنګټن ۔8مئی(اے پی پی) په امريكائي ایوانِ نمائندګان كښې په وړاندې كړې شوي يو قرارداد كښې د امريكا او ايران ترمينځه جنګ ختمولو له د پاكستان د ثالثۍ هڅې وستائلې شوې۔د كشميرمېډيا سروس له مخې دا قرارداد ټېکساس څخه ډېموکرېټ غړي اېل ګرین د 119 م كانګرېس دويمه غونډه كښې وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې پاكستان يو “اهم غیر جانبدار ثالث” ګرځولو سره ووئيلې شوو چې پاكستان د فريقېنو ترمينځه رابطې او مذاكراتو لپاره عملي كردار ترسره كړو۔ د كانګرېس غړي ووئيل چې په د جنګ ٬ ځاني زيان او سختو انساني تكليفونو په چاپېريال كشې ددې عناصرو تسليمول ضروري كوم چې امن لپاره كار كوي۔ په قرارداد كښې ووئيلې شوو جې پاكستان د ايران او امريكا ترمينځه تاؤ تريخوالې ختمولو له د خبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو كښې كردار ترسره كړو او مذاكراتو لپاره يۍ د بېلو سفارتي پېلاويو كوربتوب هم وكړه۔ د دې قرارداد مقصد د پاكستان هغه سفارتي هڅې په باضابطه توګه تسليمول او ددې ستائنه كول دي كومې چې په منطقه كښې امن په ځائې كولو له روانې دي۔







