اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) پاكستان د خبرو او سفارتكارۍ عزم تكرارولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې كه د تېر كال په څير بيا جارحيت مسلط كړے شو نو پاكستان به په بشپړ قوت او ټولو شته وسائلو سره ځواب وركړي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په هره معامله د پاكستان دريځ د نړيوال قانون ٬ …
كه جارحيت مسلط كړے شو نو پاكستان به په بشپړ قوت او د ټولو شته وسائلو سره ځواب وركړي، د خارجه وياند طاهر حسېن اندرابي پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) پاكستان د خبرو او سفارتكارۍ عزم تكرارولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې كه د تېر كال په څير بيا جارحيت مسلط كړے شو نو پاكستان به په بشپړ قوت او ټولو شته وسائلو سره ځواب وركړي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په هره معامله د پاكستان دريځ د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دے۔ ده ووئيل مونږ د تصادم يا جنګ خبره نه كوو ٬ مونږ د سفارتكارۍ او مذاكرات خبره كوو بياهم كه په مونږ جارحيت مسلط كړے شو نو پاكستان به په بشپړ قوت او ټولو شته وسائلو سره بشپړ ځواب وركوي۔ د معركه حق يو كال په بشپړېدو ده آپرېشن بنيان مرصوص د قامي سفر يو پرېكنده پړاؤ ګرځولو سره ووئيل دا ورځ يوازې د تېر وخت يادولو نه بلكې د سباؤن جهت متعين كولو ده۔ د معركه حق جذبه يوازې زمونږ په تاريخ كښی نه بلكې زمونږ په زړونو كښې هم ژوندۍ ده۔ ده ووئيل باكتسان تل د سفارتكارۍ او مذاكراتو خبره كړې ده۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم اسحاق ډار هم د معركه حق يو كال په بشپړېدو سفارتي كور ته بريفنګ وركړو په كوم كښې چې هغه ووئيل د كشمير مسئله د منطقې په استحكام كښې مركزي حېثيت لري او دې حل لپاره د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رائے شمېره ضروري ده۔











