غزه، د اسرائيل په فضائي بريدونو كښې څلور فلسطينان شهيدان

  غزه 07 مئي (اے پي پي) په غزه د اسرائيل فضائي بريدونو كښې څلور فلسطينيان شهيدان شول ۔ شنهوا د سول ډيفنس وياند محمود باسل  تر مخه ووئيل  تېره ورځ اسرائيل د غزه ښار په زيتون سيمه كښې په خېمه بستۍ فضائي بريد وكړو چې په نتيجه كښې يې درې وګړي شهيدان شول۔ د سول ډيفنس له مخې اسرائيلي پوځ په دوېم فضائي بريد كښې په المواصي سيمه كښې …

 

غزه 07 مئي (اے پي پي) په غزه د اسرائيل فضائي بريدونو كښې څلور فلسطينيان شهيدان شول ۔ شنهوا د سول ډيفنس وياند محمود باسل  تر مخه ووئيل  تېره ورځ اسرائيل د غزه ښار په زيتون سيمه كښې په خېمه بستۍ فضائي بريد وكړو چې په نتيجه كښې يې درې وګړي شهيدان شول۔ د سول ډيفنس له مخې اسرائيلي پوځ په دوېم فضائي بريد كښې په المواصي سيمه كښې يو ګاډې په نښه كړو چې په كښې يو وګړے شهيد او يو شمېر ژوبل شول۔ د غزه د صحت وزارت له مخئ په تېرو 24 ساعتو كښې روغتونونو ته د شهيدانو 4 مړي او 16 ژوبل كسان منتقل شوي۔ چارواكو له مخې په غزه كښې د لسم اكتوبر څخه د شوې جنګ بندۍ نه وروستو د اسرائيل په بريدونو كښې تر اوسه 837  فلسطينيان شهيدان او 2,381 ژوبل شوي دي او د 7م اکتوبر كال 2023 څخه په روان جنګ كښې په مجموعي توګه 72 زره 619 كسان شهيدان او يو لك 72 زره 484 ژوبل شوي دي۔

مزید خبریں