ايران په آبنائے هرمز تنګي كښې د  سوئيلي کوريا په بېړۍ  د بريد ترديد

  سيئول 07 مئي (اے پي پي) ايران په آبنائے هرمز تنګي كښې د سوئيلي كوريا په سمندري بېړۍ د بريد ترديد كړے دے۔ د اردو نيوز له مخې په سوئيلي کوريا كښې د ايران سفارت خپل بيان كښې ووئيل د ايران وسله وال ځواكونه د سوئيلي كوريا بېړۍ ته د زيان رسولو په پېښه كښې د هر ډول شموليت تورونه په سختۍ سره رد كوي۔ په خپل سوشل ميډيا …

 

سيئول 07 مئي (اے پي پي) ايران په آبنائے هرمز تنګي كښې د سوئيلي كوريا په سمندري بېړۍ د بريد ترديد كړے دے۔ د اردو نيوز له مخې په سوئيلي کوريا كښې د ايران سفارت خپل بيان كښې ووئيل د ايران وسله وال ځواكونه د سوئيلي كوريا بېړۍ ته د زيان رسولو په پېښه كښې د هر ډول شموليت تورونه په سختۍ سره رد كوي۔ په خپل سوشل ميډيا پوسټ كښې صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل چې كله امريكې د ابنائے هرمز پرانستلو لپاره اپرېشن پېل كړو نو ايران د كوريا يوه بېړۍ او په نورو هدفونو ډزې وكړې٬ په پاناما كښې رجسټرډ کارګو بېړۍ، كومه چې د سوئيلي كوريا شپنګ کمپني اېچ اېم اېم چلوي خالي او لنګرانداز وه چې چاٶدنه وشوه او اور پرې ولېګېد۔ د کوريا خارجه وزارت ووئيل په دې پېښه كښې كوم ځاني زيان نه دے شوے  او په اور قابو موندلے شوے۔ سوئيلي كوريا د شپنګ کمپنۍ اېچ اېم اېم وياند ووئيل 24 كسيزه عمله په 35 زره ټن جنرل كارګو موجود وه۔

مزید خبریں