اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) شمالي کوريا اعلان كړے دے چې د اتومي وسلو پحقله د لوظنامې پابند نه يو او د كوم بهرني فشار څخه به د شمالي كوريا د اتومي وسلو لرونكې رياست حېثيت نه بدلېږي۔ په ملګرو ملتونو كښې د شمالي كوريا استازي کِم سونګ لخوا دا بيا په داسې وخت كښې وركړے شوے كله چې امريكا او نور هېوادونه د اتومي وسلو نه …
د اتومي وسلو پحقله د لوظنامې پابند نه يو۔ شمالي کوريا

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) شمالي کوريا اعلان كړے دے چې د اتومي وسلو پحقله د لوظنامې پابند نه يو او د كوم بهرني فشار څخه به د شمالي كوريا د اتومي وسلو لرونكې رياست حېثيت نه بدلېږي۔ په ملګرو ملتونو كښې د شمالي كوريا استازي کِم سونګ لخوا دا بيا په داسې وخت كښې وركړے شوے كله چې امريكا او نور هېوادونه د اتومي وسلو نه خپرولو لوظنامې (NPT) جاج اخستو لپاره په كنفرنس كښې د قطبي كوريا په اتومي پروګرام تنقيد كړے ۔ شمالي کوريا په كال 2003 كښې اين پي ټي څخه بېلون اختيار كړے ٶ او د دغې نه وروستو ئي 6 اتومي تجربې كړې٬ داسې وئيلې كېږي چې شمالي کوريا سره په درځنونو اتومي وار هېډز شته ۔ کِم سونګ ووئيل دا مهال په ملګرو ملتونو كښې د اېن پي ټي د جاج اغستو په 11م كنفرنس كښې امريكا او ځېنې نور هېوادونه د شمالي کوريا په موجوده اتومي حيثيت او د خپلواكۍ په حقونو پوښتنې رامخې ته كوي خو د شمالي کوريا دا حېثيت به د بهرنۍ بيان بازۍ يا د يو اړخيزه خواهشات بنياد نه بدلېږي۔ ده واضحه كړه چې شمالي کوريا به په هېڅ صورت د جوهري وسلو نه خپرولو د لوظنامې پابند نه وي ځكه چې د شمالي کوريا دا حېثيت د هېواد په آئين كښې شامل كړے شوے







