مکة المکرمه 07 مئي (اے پي پي) د ايران حج كوٶنكو وړومبۍ قافله مكة المكرمه ته ورسېده۔ د اردو نيوز له مخې تېره ورځ د ايران حج كوٶنكو وړومبۍ قافله مكې ته رسېدلې او د هغوي تود هركلے وكړے شو٬ چارواكو د ايران د حج كوٶنكو قافلې د راتګ څو ساعته وړاندې چمتوالے نيولے ، ټول ضروري خدمات او لاجسټک مرسته ورګرې شوې دغسې په مكه كښې د حج …
د ايران حج كوونكو وړومبۍ قافله مکة المکرمه ته ورسېده

مزید خبریں
مکة المکرمه 07 مئي (اے پي پي) د ايران حج كوٶنكو وړومبۍ قافله مكة المكرمه ته ورسېده۔ د اردو نيوز له مخې تېره ورځ د ايران حج كوٶنكو وړومبۍ قافله مكې ته رسېدلې او د هغوي تود هركلے وكړے شو٬ چارواكو د ايران د حج كوٶنكو قافلې د راتګ څو ساعته وړاندې چمتوالے نيولے ، ټول ضروري خدمات او لاجسټک مرسته ورګرې شوې دغسې په مكه كښې د حج كوونكو ته آرام او د هغوي تحفظ باوري كړے شوے۔ د ايران حج كوونكو ابتدائي پروازونه تېره اوونۍ كښې د مدينې منورې په پرنس محمد بن عبدالعزيز انټرنيشنل ايئرپورټ كوز شوې وو۔ په رياض كښې د ايران سفير علي رضا عنايتي دا هيله څرګنده كړې چې حج كوٶنكي به په آسانۍ سره د حج مناسك ادا كړي او په حفاظت سره به هېواد ته ستانه شي٬ د ايران سفارت ممكنه مرستې رسولو له چمتوه دے او د سعودي خارجه وزارت سره په رابطه كښې دے۔ د يادونې وړ ده چې سږ كال به نزدې 30 زره ايرانيان د حج فريضه ادا كوي







