د اتومي وسلو پحقله د لوظنې پابند نه يو۔ شمالي کوريا

  اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) شمالي کوريا اعلان كړے دے چې د اتومي وسلو پحقله د لوظنې پابند نه يو او د كوم بهرني فشار څخه به د شمالي كوريا د اتومي وسلو ساتونكي رياست حېثيت نه بدلېږي ( اور کسي بيروني دباؤ سے اس کي جوهري هتھيار رکھنے والي رياست کي حيثيت تبديل نهيں هوګي) په ملګرو ملتونو كښې د شمالي كوريا استازي کِم سونګ لخوا …

 

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) شمالي کوريا اعلان كړے دے چې د اتومي وسلو پحقله د لوظنې پابند نه يو او د كوم بهرني فشار څخه به د شمالي كوريا د اتومي وسلو ساتونكي رياست حېثيت نه بدلېږي ( اور کسي بيروني دباؤ سے اس کي جوهري هتھيار رکھنے والي رياست کي حيثيت تبديل نهيں هوګي) په ملګرو ملتونو كښې د شمالي كوريا استازي کِم سونګ لخوا دا بيا په داسې وخت كښې جاري كړې شوے دے كله چې امريكا او نور هېوادونه د اتومي عدم پھيلاؤ لوظنامې (NPT) جاج اخستو لپاره په كنفرنس كښې د قطبي كوريا په اتومي پروګرام تنقيد شوې۔ شمالي کوريا په كال 2003 كښې اين پي ټي څخه بېلون اختيار كړې ٶ او د دې نه وروسته ئي  6 اتومي تجربې كړې٬ داسې وئيلې كېږي چې شمالي کوريا سره په درځنونو اتومي وار هېډز دي۔ کِم سونګ ووئيل چې دا مهال په ملګرو ملتونو كښې د اېن پي ټي د جاج په 11م كنفرنس كښې امريكا او ځېنې نور هېوادونه د شمالي کوريا په موجوده اتومي حيثيت او خپلواكۍ په حقونو سوالونه كوي خو د شمالي کوريا دا حېثيت به د بهرنۍ بيان بازۍ يا د يو اړخيزه خواهشاتو بنياد نه بدلېږي۔ ده واضح كړه چې شمالي کوريا به په هېڅ صورت كښې د جوهري عدم پھيلاؤ د لوظنامې پابند نه وي ځكه چې د شمالي کوريا دا حېثيت د هېواد په آئين كښې شامل كړے شوے دے۔

مزید خبریں