د مصنوعي زېركتيا د لارې جوړ زما جعلي عكسونه په سوشل مېډيا وركړے شوي٬ د اټاليا وزيراعظمه جارجيا مېلوني

روم۔ 6مئي (اے پي پي) د اټاليا وزیراعظمې جارجیا میلوني د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) د لارې د جوړېدونكو جعلي عكسونو (ټیپ فیکس) په زياتېدونكې رجحان د سختې اندیښنې څرګندولو سره خبردارے وركړے دے چې دغسې عكسونه اولس په آسانه غولولې شي۔ د اردو نیوز تر مخه هغې تېره شپه بيان كشې ووئېل زما ګن جعلي عكسونه د مصنوعي زېركتيا د لارې جوړ كړے شوي او په سوشل میډیا وركړے …

روم۔ 6مئي (اے پي پي) د اټاليا وزیراعظمې جارجیا میلوني د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) د لارې د جوړېدونكو جعلي عكسونو (ټیپ فیکس) په زياتېدونكې رجحان د سختې اندیښنې څرګندولو سره خبردارے وركړے دے چې دغسې عكسونه اولس په آسانه غولولې شي۔ د اردو نیوز تر مخه هغې تېره شپه بيان كشې ووئېل زما ګن جعلي عكسونه د مصنوعي زېركتيا د لارې جوړ كړے شوي او په سوشل میډیا وركړے شوي لكه جې حقیقي وي ۔هغې ووئېل دا عسكونه د سیاسي مخالفینو د اړخه خیرېږي ٬ چې دغسې ما په نښه كړي ۔د اطاليا وزیراعظمې په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس په جعلي عكس شیئر کونكې خلاف طنزیه انداز هم خپل كړو او ووئېل يې ما له به دا تسلیمول وي چې چا دا عكسونه جوړ كړي هغه د د لږ نه لږ په دې مډال كښې زه څه ښه جوړه كرې يم ۔ هغې ووئېل دا پیښه دا خبره په ګوته كوي چې اوس په خلقو بريد كول او د دروغو معلومات خپرول تر كوم حده خپرېږي ۔ هغې ووئېل مسئله يوازې تر زما ذات محدود نه ده بلکې د دې نه ډېره زياته ده ۔ټیپ فیک يوه خطرناکه وسله ده ځكه چې دا دھوکه وركولې شي ، خلق متاثره كولې شي او څوك هم په نخښه كولې شي ۔ زه خپله دفاع کولې شم خو ډېر خلق داسې دي څوك چې داسې نشي كولې۔ د اطاليا وزیراعظمې په اولس زور راوړو چې هغوي په سوشل میډیا د كومو هم موادو قبلولو يا شيئر كولو نه وړاندې د هغې تصدیق كوې۔هغې ووئېل عمر له يو اصول پكار دي ، د بارو كولو نه وړاندې وړومبے تصدیق کوې او د شیئر کوول نه وراندې سوچ كوې ۔ یاددې وي چې د اطاليا وزیراعظمې جارجیا میلوني په دې مسئله وړاندې هم قانوني کارروائي كړې ده ۔ دوه كاله وړاندې هغې د يو سړي خلاف د ہتکِ عزت مقدمه مقدمه دائر کړې وه ، په چا چې الزام دے چې هغه د دې د مخ په كارولو جعلي او غیراخلاقي عكسونه جوړ كړي او هغه يې آن لائن پوسټ كړي ۔ دغه مقدمه لا روانه ده

مزید خبریں