سعودي عرب د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اینډ ورکس ایجنسۍ (یو این آر ډبلیو اے) ته 20 لاکھه ډالره وركړل

عمان۔6مئی (اے پي پي)سعودي عرب د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اینډ ورکس ایجنسۍ (یو این آر ډبلیو اے) ته د 20 لاکھه ډالره چیک وركړے دے ، كوم جې منطقه كښې د ایجنسۍ بجټ، پروګرامز او د آپریشنز مرستې لپاره د سعودي عرب كلنه مرسته ده ۔د العربیه اردو تر مخه اردن كښې د خادم حرمین شریفین سفیر شهزادہ منصور بن خالد بن فرحان تېره ورځ د …

عمان۔6مئی (اے پي پي)سعودي عرب د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اینډ ورکس ایجنسۍ (یو این آر ډبلیو اے) ته د 20 لاکھه ډالره چیک وركړے دے ، كوم جې منطقه كښې د ایجنسۍ بجټ، پروګرامز او د آپریشنز مرستې لپاره د سعودي عرب كلنه مرسته ده ۔د العربیه اردو تر مخه اردن كښې د خادم حرمین شریفین سفیر شهزادہ منصور بن خالد بن فرحان تېره ورځ د یو این آر ډبلیو او ته دا چيك وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې د قیادت د سپارښتنې تر مخه مملکت د فلسطین مسئلې مرستې، د ورور فلسطیني اولس ملاتړ له او د یو این آر ډبلیو اے بجټ معاونت له كلك عزم لري ٬ دغسې چې ایجنسي د كډوالو لپاره خپل سماجي، بشري، تعلیمي او طبي ذمه وارۍ او وعدې تر سره كړې شي ، په خاص توګه دې مشکل او سختو حالات سره چې هغوي مخ دي

مزید خبریں