انقرہ ۔4مئی (اے پي) د سپېن وزیراعظم پیډرو سانچیز الوتكې د فني نقص له امله په ترکیه كښې ناڅاپي لېنډنګ كړے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے اېف پي تر مخه سانچیز ګاونډي هېواد آرمینیا كښې د یورپي پولېټیکل کمیونټي په غونډه كښې ګدون كولو لپاره روان و چې د پیښې سره مخ شو۔ د هسپانوي حکومت يو بیان تر مخه په انقرہ كښې د قیام نه پس هسپانوي …
د سپېن وزیراعظم الوتكې په تركيه كښې ناڅاپي لېنډنګ

مزید خبریں
انقرہ ۔4مئی (اے پي) د سپېن وزیراعظم پیډرو سانچیز الوتكې د فني نقص له امله په ترکیه كښې ناڅاپي لېنډنګ كړے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے اېف پي تر مخه سانچیز ګاونډي هېواد آرمینیا كښې د یورپي پولېټیکل کمیونټي په غونډه كښې ګدون كولو لپاره روان و چې د پیښې سره مخ شو۔ د هسپانوي حکومت يو بیان تر مخه په انقرہ كښې د قیام نه پس هسپانوي پلاوې به نن سهارد آرمینیا لپاره خپل مزل بيا پېل كوي۔ هغوي د فني نقص په اړه كوم تفصيلات نه دي وركړې۔د اروپا لارښود د یورپي پولیټیکل کمیونټي په غونډه كښې ګدون لپاره د آرمینیا پايه تخت یریوان كښې راغونډېږي كومه به چې نن د ګل په ورځ پېل كېږي۔










