ډھاکه ۔30اپریل (اے پي پي) بنګله دیش كښې د تېرو څو ورځو نه د روان طوفان او بارانونو په مهال د تندرونو پرېوتو څخه 33 كسان په حق رسېدلي ۔ د ډھاکه ټریبیون راپو تر مخه د هېواد په 9 ضلعو كښې تېره ورځ د تندرونو پرېوتلو څخه د لږ نه لږ 13 كسان مړه شول ۔ پټو کلي كښې څلور، جمال پور كښې دوه او غازي پور، میمن سنګھ، …
بنګله دیش، د څو ورځو روان طوفان او بارانونو په مهال تندر پرېوتلو څخه 33 كسان په حق ورسېدل

مزید خبریں
ډھاکه ۔30اپریل (اے پي پي) بنګله دیش كښې د تېرو څو ورځو نه د روان طوفان او بارانونو په مهال د تندرونو پرېوتو څخه 33 كسان په حق رسېدلي ۔ د ډھاکه ټریبیون راپو تر مخه د هېواد په 9 ضلعو كښې تېره ورځ د تندرونو پرېوتلو څخه د لږ نه لږ 13 كسان مړه شول ۔ پټو کلي كښې څلور، جمال پور كښې دوه او غازي پور، میمن سنګھ، رنګ پور، شریعت پور، برګونه، راجباري او باګیرهاټ كښې د يو يو كس د مرګ اطلاع تر لاسه شوې ۔ د پټوا کهلي په سيمو كښې کلاپارہ او رنګابلي كښې د تندر پرېوتو څخه د مېرمن پشمول 4 كسان په حق ورسېدل ۔ دې ټولو خلقو د پیښو په وخت د سمې په پټو كښې كار كولو ۔ د پولیس تر مخه 28 كلنه زاهد الدین د شپې نزدې يوه بجه د کالاپاړہ په تریکتا كلي كښې د جوارو په پټي كښې كار كولو چې تندر پرې پرېوتلو ۔ په مشرقي چکامیا كلي کښې 55 كلنه ستارہ بیګم د ماسپخين 2 بجې څاروي څرول چې تندر سره مخ شوه ۔ دغس شانتي پور كښې 55 كلنه خلیق ٬ د رنګابلي د چارګنګا كلي 22 كلنه سورو مجمدار ٬ د جمال پور 37 كلنه شمیم میا نه علاوه 18 كلنه ساغر هم په اسلام سړک د كار په مهال د تندر ښكار شو ۔ پولیس ترمخه د غازي پور 32 كلنه ذاکر حسین خان٬ د میمن سنګھ 32 كلنه صدام حسین هم د سهار په وخت د تندر پرېوتو څخه په حق رسېدلي ۔ دغسې په 26 اپریل په اوو ضلعو كښې د تندر پرېوتو پیښو كښې 14 كسان په حق رسېدلي وو ۔










