کینبرا۔29اپریل (اے پي پي) په سوئېلې آسټریلیا كښې يوه وړه الوتكه د تربیتي هوائي اډې د ہینګر سره ټکر شوه چې په نتيجه كښې يې 2 كسان مړه او 10 ژوبل شول ۔شنهوا تر مخه د سوئېلې آسټریلیا پولیس فورس وئېلي دي دا پیښه د شورو په ورځ د مقامي وخت تر مخه نزدې په 2 بجې او 10 منټه د ایډیلیډ ښار د مرکز نه نزدې 15 کلومیټره قطب …
سوئېلې اسټرېليا كښې يوه وړه الوتكه پرېوتله چې پكښې 2 كسه مړه ٬ 10 كسان ژوبل شول

مزید خبریں
کینبرا۔29اپریل (اے پي پي) په سوئېلې آسټریلیا كښې يوه وړه الوتكه د تربیتي هوائي اډې د ہینګر سره ټکر شوه چې په نتيجه كښې يې 2 كسان مړه او 10 ژوبل شول ۔شنهوا تر مخه د سوئېلې آسټریلیا پولیس فورس وئېلي دي دا پیښه د شورو په ورځ د مقامي وخت تر مخه نزدې په 2 بجې او 10 منټه د ایډیلیډ ښار د مرکز نه نزدې 15 کلومیټره قطب كښې پیرافیلچ تربیتي هوائي اډې باندې هغه مهال رامخې ته شوه چې كله الوتكه د كوزېدو په کوشش ہینګر سره ټكر شوه ۔چیف انسپکټر اینډریو میک کریکن ووئېل پیښه كښې په الوتكه كښې ناست 2 كسان مړه شول او د ہینګر دننه موجود 10 كسان ژوبل شول كوم چې روغتون ته رسولي شوي چې پكښې د يو حالت تشویشناک دے او كوم چې زيات سوځېدلے ؤ ۔د آسټریلین براډ کاسټنګ کارپوریشن تر مخه ګن د تربيي لاندې پائېلوټان په حفاظت سره راويستلې شوي۔ فائر فائټنګ چارواكو ووئېل د پېښې له امله په ہینګ اور ولكېد كوم ته چې هلته موجود ایندھن لا تقويت وركړو ۔د آسټریلین ټرانسپورٹ سیفټي بیورو تر مخه د پیښې ښكار الوتكه ډائمنډ DA42 په دوو انجڼو مشتمل وه ۔










