اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د فيډرل يوتھ پارليمنټ پاكستان باني ثاقب علي په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے۔پلاوي كښې شاملو ځوانانو زده كوونكو د خپل فورم له مخې د روانو بيلو هلو ځلو په اړه چيئرپرسن خبر كړه چې پكښې په خاص توګه د ميرمنو د خپلواكۍ ٬سماجي شعور او د خبرتيا ودې په اړه اقدامات شامل وو۔سينيټر روبينه …
د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د فيډرل يوتھ پارليمنټ پاكستان باني ثاقب علي په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د فيډرل يوتھ پارليمنټ پاكستان باني ثاقب علي په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے۔پلاوي كښې شاملو ځوانانو زده كوونكو د خپل فورم له مخې د روانو بيلو هلو ځلو په اړه چيئرپرسن خبر كړه چې پكښې په خاص توګه د ميرمنو د خپلواكۍ ٬سماجي شعور او د خبرتيا ودې په اړه اقدامات شامل وو۔سينيټر روبينه خالد د پلاوي هڅې ستائېلو سره ووئېل د هېواد پرمختګ لپاره د درست سمت ټاكنه او شريكه مرسته ضروري ده۔دې ووئيل ځوان كل د قام قيمتي سرمايه ده او دوي ته موثر لارښودنه او په وخت خبرتيا وركول د وخت مهم ضرورت دے۔










