نیویارک ۔25ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د انټیګوا او باربوډا د بهرنیو چارو له وزیر اې پي چیټ ګرین سره ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخیزه اړیکې لا ټينګولو عزم څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کښې وئيلې شوي دي چې په دغه ملاقات كښې دواړو مشرانو د زده کړو، سفارتي تربيې او شريكې خوښې …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د انټیګوا اېنډ باربوډا خارجه وزير سره ملاقات ٬ دوه اړخيزه رابطو لا مضبوطولو د عزم څرګندونه

مزید خبریں
نیویارک ۔25ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د انټیګوا او باربوډا د بهرنیو چارو له وزیر اې پي چیټ ګرین سره ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخیزه اړیکې لا ټينګولو عزم څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کښې وئيلې شوي دي چې په دغه ملاقات كښې دواړو مشرانو د زده کړو، سفارتي تربيې او شريكې خوښې په نورو برخو كښې د همکاریو په پراخا كولو اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو په څو اړخیزو فورمونو کښې د همکاریو په لا زیاتولو د نظرونو تبادله وکړه او د کامن وېلتھ او ملګرو ملتونو په فورمز يۍ د همکاریو په اهمیت ټینګار وکړو۔ دواړو مشرانو د كامن وېلتھ په راروانه سرمشریزه غونډه كښې په بيا ملاقات كولو اتفاق وكړو۔ د كامن وېلتھ سرمشريزه غونډه به د روان كال نومبر مياشت كښې په سېنټ جانز اټېګوا اېنډ باربوډا كښې كيږي۔









