د وزیراعظم شهباز شریف د امریکايي-پاکستان بزنس کونسل او بزنس کونسل آف انټرنېشنل انډرسټېنډنګ ګډ پلاوي سره ملاقات ،امریکايي سوداګريزې ټولنې ته كرنه ، آئی ټی،  کانونو او د معدنيات په شمول په نورو برخو كښې د سرمايه كارۍ بلنه

نیو یارک۔25ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاکستان امریکايي سوداګریزو ادارو لپاره د سرمايه كارۍ یو مهم منزل بللې او ویلي یې دي چې ملي اقتصاد ثبات لرونکې او د پرمختګ په لور روان دې٬ د پاکستان لوې ماركيټ او ځوان افرادي قوت په هېواد کښې سرمايه كارۍ لپاره مهم عوامل دي۔ امریکایي سوداګریزه ټولنه په ځانګړې توګه مېنوفېكچرنګ، کرنه، آی ټي ، مصنوعي ځیرکتیا، کانونو او د معدنیاتو په …

نیو یارک۔25ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاکستان امریکايي سوداګریزو ادارو لپاره د سرمايه كارۍ یو مهم منزل بللې او ویلي یې دي چې ملي اقتصاد ثبات لرونکې او د پرمختګ په لور روان دې٬ د پاکستان لوې ماركيټ او ځوان افرادي قوت په هېواد کښې سرمايه كارۍ لپاره مهم عوامل دي۔ امریکایي سوداګریزه ټولنه په ځانګړې توګه مېنوفېكچرنګ، کرنه، آی ټي ، مصنوعي ځیرکتیا، کانونو او د معدنیاتو په ګډون په نورو برخو کښې د سرمايه كارۍ له پراخو فرصتونو څخه ګټه پورته کولی شي۔ هغه دا څرګندونې د امریکایي-پاکستان بزنس کونسل او بزنس کونسل آف انټرنیشنل انډرسټېنډینګ له ګډ پلاوي سره په لیدنه کښې د خبرو په مهال وکړې. وزيراعظم د پلاوي د هرکلي په ترڅ کښې وويل چې دا کونسلونه د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ يو مهم پل دى۔ هغه وويل چې له امريکا سره زمونږ په اړيکو کښې په تېر يو کال کې د پام وړ ښه والی راغلې دې، ځکه نو اوس وخت راغلې چې مونږ په ګډه په پاکستان کښې په شته فرصتونو په جدي توګه غور وکړو۔وزيراعظم وويل چې په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کښې بې شمېره فرصتونه او صلاحيتونه د سوداګریزې ټولنې او پانګوالو په تمه دي، مونږ په پاکستان کې ستاسو هرکلي او په ټولو چارو تفصیلي خبرو اترو ته چمتو یو. وزيراعظم زياته كړه چې زمونږ اقتصاد اوس د ثبات په لور روان دې خو له بده مرغه د خلیج وروستې کړکېچ مونږ له ستونزو سره مخ کړو ، بیا هم مونږ په خپلو پښو د درېدو هڅه کوو. ده ووئيل  مونږ امن په ځاې كولو  كښې مرسته كولو له ټول توان مصرف كوو۔ ده ووئيل تېر كال د جون مياشت كښې مونل د پېښ صورتحال ښه كولو كښې كاميا شوې وو خو دغې څخه وروستو حالات ناوړه شول۔ هيله ده چې د ملګرو هېوادونو مرستې سره به مونږ دا صورتحال ښه كولو او منطقه كښې امن په ځاې كولو كښې كاميا شو۔ وزیر اعظم ووئيل دا مهال د پي آئي اے نجكاري شوې ده ٬ نوې مالكان كوم چې پاكستاني وګړي دي هغوي به دې كښې بهتري رامخې ته كړي۔ اوس مونږ د بجلۍ وېشلو كمپنيو نجكاري كوونكي يو۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په څنډه كښې د امریکی-پاکستان بزنس کونسل او بزنس کونسل آف انټرنېشنل انډرسټېډنګ ګډ پلاوي سره ملاقات كښې وزيراعظم امریکايي کاروباری لارښودو سره خبرو كښې د پاکستان او امریکا کاروباری څانګو ترمنځه اوږدې مودې څخه د روانې ګټورې همكارۍ ستائنه وكړه۔ وزیراعظم امريكائي سرمايه كارانو لپاره د پاكستان د معيشت مهمو برخو په خاص توګه مېنوفېکچرنګ، زراعت، آئی ټی، مصنوعی ذهانت، کانونو ی او د معدنيات به شمول په نورو برخو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې په ډاګه كړې۔ په ملاقات كښی پاكستان سره په كاروباري هلو ځلو كښې د مصروف امريكائي كمپنيو بوئنګ، اېبټ، پېپسی کو، کوکا کولا، رېسکیورټی، ماسټر کارډ، اېن ویډیا، ای ټی اېس کېپیټل، ټی آر جی انټرنېشنل، آرچر ډینیئلز مډلېنډ کمپنی، نارتھ شور میډیکل لېب، رېکټ، ویزا او اېکسیلیرېټ انرجی مشرانو استازو ګډون وكړو۔ امریکی-پاکستان بزنس کونسل او بزنس کونسل آف انټرنېشنل انډرسټېنډنګ وزيراعظم ته باور وركړو چې هغوي به همكارۍ ته وده وركولو له پاكستاني حكومت او نجي څانګې سره نزدې تړون روان ساتي۔ د ملاقات په مهال د وزيراعظم معاونت نائب وزیراعظم اسحاق ډار،  ددفاع وزير خواجه آصف، د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب، خاص مرستيال طارق فاطمی، چیئرمین پی وی آر اے بلال بن ثاقب، په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي عاصم افتخار او او امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان احمد شېخ كولو۔

مزید خبریں