نیویارک۔25ستمبر (اے پی پی) نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وئيلي دي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فېصل بن فرحان السعود او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان سره مې لیدلي، او په دغه لیدنه کښې د مکه مکرمه ګډ دفاعي تړون (جوائنټ ډیفنس معاهدې) لاندې د ادارجاتي جوړښتونو په رامنځته کولو د پېشرفت جاج اخېستل شوې دې۔د جمعې په ورځ په …
سعودي او ترك خارجه وزيرانو سره ملاقات كښې په مکه مکرمه ګډ دفاعي تړون د شوي پېشرفت جاج واغستې شو: اسحاق ډار

مزید خبریں
نیویارک۔25ستمبر (اے پی پی) نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وئيلي دي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فېصل بن فرحان السعود او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان سره مې لیدلي، او په دغه لیدنه کښې د مکه مکرمه ګډ دفاعي تړون (جوائنټ ډیفنس معاهدې) لاندې د ادارجاتي جوړښتونو په رامنځته کولو د پېشرفت جاج اخېستل شوې دې۔د جمعې په ورځ په اېکس خپل یو پیغام کښې اسحاق ډار وویل چې دا لیدنه په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 81مې غونډې په څنډه کښېې خپلو وفدونو سره یوځاې شوې ده. په دغه مهال د مکه مکرمه ګډ دفاعي تړون د چوکاټ لاندې د ادارجاتي جوړښتونو په جوړېدو د پیشرفت جاج واغستې شو او دې سره سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د امنیت په اړوندو چارو هم خبرې اترې وشوې۔









