نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 81 مې غونډې په څنډه کښې د بحرین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي ډاکټر عبداللطیف بن راشد الزياني سره ملاقات وكړو۔ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لخوا د خپور شوي بيان له مخې په دې لیدنه کښې دواړو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې، چې په کښې …
د مرستيال وزيراعظم بحرېني خارجه وزير سره ملاقات ٬ دوه اړخيزه همكاري لا مضبوطولو له د عزم پخلې

مزید خبریں
نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 81 مې غونډې په څنډه کښې د بحرین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي ډاکټر عبداللطیف بن راشد الزياني سره ملاقات وكړو۔ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لخوا د خپور شوي بيان له مخې په دې لیدنه کښې دواړو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې، چې په کښې د ګډ وزارتي کمېسیون د دریمې غونډې چمتووالی هم شامل وو.دوی همدارنګه په سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو هم نظر تبادله کړو۔د بحرین د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ایز امن او ثبات په پراختیا کښې د پاکستان د رغنده رول ستاینه وکړه۔ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزه همکارۍ لا پیاوړتیا او په دوه اړخیزو او څو اړخیزو فورمونو نزدې اړيكې ساتلو له عزم پخلې وكړو۔










