نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) د فلسطین د ولس د خپلواكۍ په خپل كلك او ځانګړي ملاتړ ټینګار كولو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکو خطرو ٬ په سیمه او نړۍ کښې د شخړو او په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کښې د سولې د بیا رغولو په اړه د نظر تبادله وشوه۔ د جمعې په ورځ په اېکس خپل یو …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري سره د کتنې په مهال سیمې او نړۍ ته په پېښو جدي ننګونو په ښکاره او پرانیستې توګه خبرې وشوې: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) د فلسطین د ولس د خپلواكۍ په خپل كلك او ځانګړي ملاتړ ټینګار كولو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکو خطرو ٬ په سیمه او نړۍ کښې د شخړو او په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کښې د سولې د بیا رغولو په اړه د نظر تبادله وشوه۔ د جمعې په ورځ په اېکس خپل یو پیغام کښې وزيراعظم ووئيل وویل د تل په څېر د ملګرو ملتونو له عمومي سېكرټري انتونیو ګوتېرش سره په ليدنه راته خوشحالي وشوه۔ د ملګرو ملتونو چارټر او امن مشن لپاره چې د چا پرله پسې عزم ته په درنه سترګه كتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ملاقات كښې سیمې او نړۍ ته په پېښو جدي ننګونو په ښکاره او پرانیستې توګه خبرې وشوې او د شخړو هواري په ځانګړې توګه منځني ختيځ كښې امن په ځائې كولو د پاكستان د خبرو او سفارتكارۍ بحال ساتلو عزم پخلې وكړې شو۔وزيراعظم ووئيل د فلسطین د ولس د خپلواكۍ په خپل كلك او ځانګړي ملاتړ ټینګار كولو سره مې هغه سره د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکو خطرو او په اسلامو فوبيا د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د عمومي سېكرټري لخوا نړيوال امن ٬ سلامتيا او د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ٬ منطقه كښی تلپاتي امن او خبرو ته وده وركولو له د پاكستان د كردار په ستاينه كولو مې د هغه مننه وكړه۔









