د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د برتانيي خارجه وزيرې سره ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ د برتانيې خارجه وزيرې ايويټ کوپر سره د ټېلي فوني تماس د لارې د سيمه ايز صورتحال په تازه پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د برتانيه خارجه وزيرې د پاکستان لخوا د سهولت كارۍ او د مكالمې او سفارتكارۍ ودې لپاره …

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ د برتانيې خارجه وزيرې ايويټ کوپر سره د ټېلي فوني تماس د لارې د سيمه ايز صورتحال په تازه پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د برتانيه خارجه وزيرې د پاکستان لخوا د سهولت كارۍ او د مكالمې او سفارتكارۍ ودې لپاره د روانو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړو ډلو په منطقه كښې او د دې نه بهر امن او استحكام لپاره د پرله پسې رابطې او مرستې په اهميت زور راوړو۔ په دې موقع دواړو مشرانو په رابطه كښې پاتې كېدو ته هم صلاح يوه كړه۔