پاکستان سوئېلې افرېقې سره د ملګرتيا خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د سوئېلې افرېقې مشر تابه ته په قامي ورځ مباركي

اسلام آباد۔27اپریل (اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري د سوئېلې افریقې مشر تابه له په قامي ورځ مبارکي وركولو سره وئېلي دي پاکستان سوئېلې افرېقې سره د ملګرتيا خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه موجودہ اړېكې به په سباون كښې لا مستحكمې شي۔ د ګل په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري پیغام كښې صدر مملکت آصف …

اسلام آباد۔27اپریل (اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري د سوئېلې افریقې مشر تابه له په قامي ورځ مبارکي وركولو سره وئېلي دي پاکستان سوئېلې افرېقې سره د ملګرتيا خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه موجودہ اړېكې به په سباون كښې لا مستحكمې شي۔ د ګل په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري پیغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د سوئېلې افرېقې صدر ماتامیلا سیرل رامافوسا او د سوئېلې افرېقې اولس له په قامي ورځ مبارکي وركولو سره ووئېل پاکستان د سوئېلې افرېقې سره د دوستۍ اړيكو ته ډېراهمیت وركوي كومې چې به شريكو اقدارو ، باور او د امن، ترقۍ او د ګن اړخيزه مرستې په شريك عزم اډانه دي۔صدرآصف علی زرداري په سوئېلې افرېقه كښې د نسل پرست (اپارتھائیډ) حکومت په دور كښې د پاکستان د اصولي مؤقف ذکر كولو سره ووئېل هم په 1948 كښې پاکستان د سوئېلې افرېقې د نسل پرست حکومت سره سره د اسرائیل تسلیمولو نه انکار کړے ؤ ۔صدر آصف علي زرداري ووئېل خلقو ته اوس هم په پاکستاني پاسپورټ لګېدلې هغه ټاپه ياده ده په كومه چې ليك وو چې دا پاسپورټ د سوئېلې افرېقې (نسل پرست) او د اسرائیل لپاره کارآمد نه دے او دا امر تر 1994 جنوبی افریقه كښې د نسل پرستۍ تر خاتمې نافذالعمل ؤ صدر آصف علي زرداري دا باور ولرو چې د دواړو هېوادونو تر مينځه شته اړېكې به راروانو كلونو كښې لا مستحکمې شي ، كومې به چې د دواړو اولسونو لپاره د لا خوشحالۍ او خېر ښیګړې سبب وګرځي۔(