صدر مملکت آصف علي زرداري به د نن څخه تر مئي وړومبۍ نېټې 2026 د چين دوره کوي

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين حکومت په بلنه نن د (خالي) ورځې څخه تر مئ وړومبۍ نېتې كال 2026 د چين اسرکاري دوره کوي۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت به د خپلي دورې په مهال د 25 نه تر 27 اپرېل د چانګشا هونان ولايت ) او د 28 اپرېل نه تر 01 مئي د …

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين حکومت په بلنه نن د (خالي) ورځې څخه تر مئ وړومبۍ نېتې كال 2026 د چين اسرکاري دوره کوي۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت به د خپلي دورې په مهال د 25 نه تر 27 اپرېل د چانګشا هونان ولايت ) او د 28 اپرېل نه تر 01 مئي د سانيا ( هينان ولايت ) دوره کوي۔په دې موقع به صدر مملكت د چين صوبائي قيادت سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به د پاکستان او چين په دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه اقتصادي و تجارتي مرستي او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د خيالاتو څركڼدونه كولې شي۔دا دوره د پاکستان او چين ترمينځه د اعليٰ پائې تبادلو پخواني روايت برخه ده۔سږ كال د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړېكو 75مه سالګره هم لمانځلې كيږي،د كومي په تناظر كښې چې دا دوره ډېر اهميت لري۔دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي “آل ويدر اسټريټيجك کوآپريټو پارټنرشپ” لا مستحکمولو له د عزم څرګندونه ده۔

مزید خبریں