نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مي غونډي په موقع د نيپال خارجه وزير شيسير كھنال سره وليدل، دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو لپاره به رابطې كښې پاتي كيدو ته اتفاق وكړو ۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير په …
خارجه وزير اسحاق ډار د نيپال خپل همڅنګ شيسير كھنال سره وليدل، دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو ته اتفاق
نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مي غونډي په موقع د نيپال خارجه وزير شيسير كھنال سره وليدل، دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو لپاره به رابطې كښې پاتي كيدو ته اتفاق وكړو ۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير په نيپال كښې د سېلاب له امله په شوې ځاني و مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه او باور ئې وركړو چې پاكستان په دې سخت وخت كښې د نيپال اولس سره ولاړ دے۔د نيپال خارجه وزير د پاكستان په ملاتړ كولو مننه وكړه او نائب وزيرِ اعظم اسحاق ډار ئې د هغه آفت د شدت او د اولس او په بنيادي ډھانچې د هغې د اثرات څخه خبر كړو۔ دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او مرستي لا زياتولو پشمول د سياسي او اقتصادي مشاورت په تګلارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي د شريكې خوښې په سيمه ايز او نړيوال پيشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او ګڼ اړخيزه فورمز په خاص توګه ملګرو ملتونو او سارك كښې د پرله پسې رابطه كارۍ په اهميت يې زور راوړو۔ دواړو ډلو دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره په رابطه كښې پاتي كيدو ته هم صلاح يوه كړه۔









