وزيراعظم سره امريكا كښې د آئي ټي ٬ اے آئي ٬ آټو موبائل ٬ توان ٬ تعميرات او نورو څانګو كاروباري شخصيات او پروفیشنلز  ملاقاتونه

  نیویارک۔24ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت په هېواد كښې سرمايه كاري او كاروباري فعاليتونه زياتولو له په زړه پورې چاپېريال برابروي، کاروباری شخصيات او پروفېشنلز د پاكستان سفيران دي كوم چې په ګرده نړۍ كښې د مثبت كردار د لارې د هېواد نامه روښانه كوي٬ دوئي ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د …

 

نیویارک۔24ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت په هېواد كښې سرمايه كاري او كاروباري فعاليتونه زياتولو له په زړه پورې چاپېريال برابروي، کاروباری شخصيات او پروفېشنلز د پاكستان سفيران دي كوم چې په ګرده نړۍ كښې د مثبت كردار د لارې د هېواد نامه روښانه كوي٬ دوئي ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره امريكا كښې مېشته آئي ټي ٬ مصنوعي ذهانت ٬ آټو موبائل ٬ توان ٬ تعمير او د  بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كاروباري شخصيات او پروفېشنلز پلاويو ملاقات وكړو۔ وزيراعظم پلاويو ته هركلے اووې او هغوي ته يۍ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔وزیراعظم ووئيل کاروباری شخصيات او پروفېشنلز د پاكستان سفيران دي كوم چې په ګرده نړۍ كښې د مثبت كردار د لارې د هېواد نامه روښانه كوي۔ حكومت هېواد كښې سرمايه كارۍ او كاروباري فعاليتونو ته ودې وركولو له په زړه پورې چاپېريال برابروي۔ په اېف بي آر كښې اصلاحات سره د كاروباري ورورولۍ مسئلې حل كړې شوي ۔ ده ووئيل حكومت د هېواد د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د كاروباري شخصيات پلاويو د وزيراعظم په مشرۍ كښې زراعت ٬ صنعت ٬ برآمدات او په ځانګړې توګه اېف بي آر كښې د اصلاحات ستائنه وكړه۔ په ملاقاتونو كښې رانا مشهود احمد خان ٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار ٬ امريكا كښی د پاكستان سفير رضوان احمد شېخ ٬ د وزيراعظم د غېر ملكي ميډيا وياند مشرف زېدی او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں