د پاكستان د ماتولو كوم هم سازش به كامياب نه شي٬ د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي  د 21 م نېشنل وركشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته خطاب

  کوئټه۔ 24 ستمبر(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي بلوچستان كښې انسرجنسي نشته ٬ بلكه ځينې عناصر د هُويت په بنسټ د جلا كېدو سوچ ته وده وركوي٬ دا عناصر پاكستان د كېك په څير وېشل غواړي بيا هم د پاكستان د ماتولو كوم سازش به كامياب نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كوئټه كښې  د 21م نېشنل ورکشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته …

 

کوئټه۔ 24 ستمبر(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي بلوچستان كښې انسرجنسي نشته ٬ بلكه ځينې عناصر د هُويت په بنسټ د جلا كېدو سوچ ته وده وركوي٬ دا عناصر پاكستان د كېك په څير وېشل غواړي بيا هم د پاكستان د ماتولو كوم سازش به كامياب نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كوئټه كښې  د 21م نېشنل ورکشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع سېنېټر دنیش کمار، د اطلاعات او سياسي چارو مرستيال شاهد رند او پرنسپل سېکرټری عمران زرکون هم موجود وو۔ وزيراعلی ووئيل بلوچ ځوانان يو لا حاصل جنګ ته ورمخې ته كولې شي٬ كوم چې نه د بلوچستان د ځوانانو په ګټه دے او نه يۍ د صوبې سباؤن ته كومه ګټه رسي۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي د حقائق او تصور ترمينځه په فرق ځان پوهه كړي او د خپلې صوبې د سم تاريخ څخه پوهاوې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې ناست پاكستان مخالف عناصر د پروپېګنډې د لارې ځوانان ګمراه كوي۔ ځوانان بايد تعليم ٬ او روښانه سباؤن ته خپل پام وګرځوي۔ میر سرفراز بګټي ووئيل په بلوچستان كښې د تېرو دوو كلونو په مهال په پبلک سېکټر ډوېلپمنټ پروګرام سل فيصده پېشرفت شوے دے۔ ده ووئيل د كرپټ عناصر په ضد كارروائي روانه ده۔ وروستو وزيراعلی په وركشاپ كښې د بلوچستان په شمول نورو صوبو څخه د راغلو كسانو د پوښتنو ځوابونه وركړل۔ وزيراعلی وركشاپ كښې د غوره كاركرګۍ څرګندونه كوونكو انجونو زده كوونكو ډاډګيرنه وكړه او هغوي ته يۍ لېپ ټاپس وركړل

مزید خبریں