اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) په وفاقي پلازمينه كښې د تېرو 15كلونو څخه د ځنډ سره مخ د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه پشپړېدو ته نزدې شوې ده او حكومت راروانه مياشت د دې د پرانستې پرېكړه كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا پرېكړه د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښی …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬ د اسلام آباد ماډل زندان د پاتې تعميراتي او انتظامي چارو جاج واغستلے شو
اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) په وفاقي پلازمينه كښې د تېرو 15كلونو څخه د ځنډ سره مخ د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه پشپړېدو ته نزدې شوې ده او حكومت راروانه مياشت د دې د پرانستې پرېكړه كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا پرېكړه د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښی په ماډل جېل منصوبه د روانو پرمختيائي كارونو ٬ پاتې تعميري كار٬ انتظامي چارو او پرانستې سره د اړوند چمتوالي بشپړ جاج واغست۔ وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې د منصوبې پاتې كار زر تر زر ترسره كړئ دغسې چې راروانه مياشت د دې پرانسته وكړې شي۔ په غونډه كښې ډائرېکټر جنرل فېډرل انوېسټی ګېشن ایجنسی (اېف آئی اے)، فېډرل پراسیکیوټر جنرل، انسپکټر جنرل (آئي جي) اسلام آباد پولیس، ډائرېکټر جنرل نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن ایجنسی (اېن سي سي آئي اے) په شمول اعلي سول او پوليس چارواكو ګډون وكړو۔








