د وزيراعظم فيول ريليف سكيم، 50 لكهه څخه زيات كسان رجسټرډ شول ، د ركشو او لوډرز رجسټريشن په سمدستي توګه د بشپړولو سپارښتنه

  اسلام آباد 24 ستمبر  (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه د وزيراعظم فيول ريليف سكيم ترمخه د  ركشو او لوډرز مالكانو له ريليف باوري كولو او رجسټريشن په اړه د مسئلو په سمدستي توګه حل كولو سپارښتنه وكړه۔د اقتصادي چارو وزير احد چيمه په مشرۍ كښې وزيراعظم فيول ريليف سكيم په اړه غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د اطلاعات و خپرونو وفاقي …

 

اسلام آباد 24 ستمبر  (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه د وزيراعظم فيول ريليف سكيم ترمخه د  ركشو او لوډرز مالكانو له ريليف باوري كولو او رجسټريشن په اړه د مسئلو په سمدستي توګه حل كولو سپارښتنه وكړه۔د اقتصادي چارو وزير احد چيمه په مشرۍ كښې وزيراعظم فيول ريليف سكيم په اړه غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ، د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك، د آئي ټي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيره شزه  فاطمه او د خزاني وزير مملكت پشمول د اړوندو ادارو او صوبائي حكومتونو نمائندګانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د آئي ټي وزارت او پاكستان ډيجيټل اتھارټي د اړخه فيول ريليف سكيم په حقله تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول په هېواد كښې د سكيم ترمخه 5 ميليونه څخه زيات كسان كسان رجسټرډ شوي دي دغسې  د فيول ريليف سكيم ټوكن ههم په كاميابۍ سره وركړے كيږي، په زياتره پټرول پمپس د رجسټريشن پشمول نوري مسئلې حل كيږي۔احد چيمه ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه په هېواد كښې فيول ريليف سكيم كاميابۍ سره روان دے،اولس له ريليف وركولو كښې به هيڅ ډولي خنډان ونه زغملے شي ۔وفاقي وزير عطا الله تارړ ووئيل د فيول ريليف سكيم په اړه د اولس خبرولو لپاره هر ممكن هڅي كيږي،د اسكيم په اړه  د اولسي خبرتيا كمپائن له اقدامات كيږي دغسې د اولس خبرولو لپاره به نور هم اقدامات كولې شي۔په دې مهال احد چيمه د صوبائي حكومتونو او ضلعي انتظاميې په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں