د مودي حکومت جموں وکشمیر كښې د خپلې قبضې لپاره د اسرائیلي ماډول پېروي غواړي ، رپورټ

سرینګر۔23اپریل (اے پي پي) د مودي حکومت د 5 اګست 2019 اقدامات څخه د هند غیرقانوني تسلط لاندې جموں وکشمیرکښې د تشدد د تاریخ يو نوے او ظالمانه باب رامخې ته شوے چې پكښې د سيمې په مسلمانانو ګن اړخيزه سیاسي ، كلتوري او مذهبي بريدونه پېل شوي ۔د کشمیر میډیا سروس د اړخه جاري رپورټ تر مخه مقبوضه جموں وکشمیر كښې د مسلمانانو د ژوند هر څانګه د بي …

سرینګر۔23اپریل (اے پي پي) د مودي حکومت د 5 اګست 2019 اقدامات څخه د هند غیرقانوني تسلط لاندې جموں وکشمیرکښې د تشدد د تاریخ يو نوے او ظالمانه باب رامخې ته شوے چې پكښې د سيمې په مسلمانانو ګن اړخيزه سیاسي ، كلتوري او مذهبي بريدونه پېل شوي ۔د کشمیر میډیا سروس د اړخه جاري رپورټ تر مخه مقبوضه جموں وکشمیر كښې د مسلمانانو د ژوند هر څانګه د بي جے پي د هندوتوا حکومت د بريدونو سره مخ ده او دغې د کشمیریانو د اختیارات او د رائے حق نه محرمولو لپاره ګن اقدامات کرېدي ۔رپورټ كښې وئېلې شوي د هر هندي اقدام مقصد سيمه كښې د مسلمانانو كلتور او مذهبي شناخت ورانول دي ۔رپورټ كښې وئېلې شوي دي مودي په جموں وکشمیر كښې د اسرائیل ماډول پیروي کوي او دې مقصد لپاره بي جے پي حکومت د حايي خلقو څخه د زمكې تروړلو او دغلته د بهر خلقو لپاره د زمكې نوي قوانین معارفي كوي او د کشمیریانو د آزادۍ هلو ځلو غلې كولو لپاره د ظلم و جبر نوې سلسله شروع کړې شوې ده ۔ د کے ایم ایس رپورټ كښې وئېلې شوي د مودي طاقت او د دھوکې پالیسیو څخه د هند قبضې خلاف د کشمیریانو د مزاحمت عزم ته وده تر لاسه كېږي۔

مزید خبریں