واشنګټن 23 اپرېل (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د ايران د اړخه د دوو کنټينر بيړيو ضبط كول د جنګ بندۍ خلاف ورزي نه ګڼو،ځكه چې دغه بيړۍ د امريكې وي او نه د اسرائيل۔ د اردو نيوز له مخې دا خبره د سبېنې ماڼۍ پرېس سيکريټري کيرولين ليويټ فوکس نيوز سره خبرو كښې وكړه ۔د يوې پوښتني په ځواب چې آيا صدر ډونلډ ټرمپ …
د ايران د اړخه د دوو کنټينر بيړيو ضبط كول د جنګ بندۍ خلاف ورزي نه ده۔سپينه مانۍ

مزید خبریں
واشنګټن 23 اپرېل (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د ايران د اړخه د دوو کنټينر بيړيو ضبط كول د جنګ بندۍ خلاف ورزي نه ګڼو،ځكه چې دغه بيړۍ د امريكې وي او نه د اسرائيل۔ د اردو نيوز له مخې دا خبره د سبېنې ماڼۍ پرېس سيکريټري کيرولين ليويټ فوکس نيوز سره خبرو كښې وكړه ۔د يوې پوښتني په ځواب چې آيا صدر ډونلډ ټرمپ دا د جنګ بندۍ خلاف ورزي ګڼي،چې ترمخه ئې د ايران په ضد د امريکې او اسرائيل کارروائي معطل وي،ده ووئيل د ايران دا اقدام د جنګ بندۍ خلاف ورزي نه ده،ځكه چې دغه د امريكې يا اسرائيل بيړۍ نه دي بلكه دوه نړيوالي بيړۍ وي۔بل پلو خبريالانو سره خبرو كښې د وائټ هاؤس وياند ووئيل صدر ټرمپ د ايران امن تجويز لپاره كوم ډيډ لائن نه دې مقرر كړے ۔وياند ووئيل ډونلډ ټرمپ د ايران د امن تجويز وړاندې كولو لپاره كوم حتمي وخت نه دې ټاكلے ۔ده ووئيل صدر د ايران وړاندېز ترلاسه كيدو لپاره كوم ښكاره ډيډ لائن نه دې ټاكلے ٬ په دې اړه خبرونه درست نه دي۔د ټائم لائن تعين به کمانډر اِن چيف كوي










