ليما 23 اپرېل (اے پي پي) د پيرو د دفاع وزير کارلوس ډياز او خارجه وزير هيوګو ډي زيلا د امريکائي ساخت اېف- 16 جنګي الوتكو په اغستو كښې په تاخير په حكومتي پرېكړه د شخړې نه پس خپلو چوكۍ څخه استعفٰې وركړې ده۔ د شنهوا له مخې صدر جوزے بالکازار هېواد ته د ورمخئ ته مالي ستونزو له امله د دې لوظنامې ځنډولو پرېكړه راتلونكي حكومت ته پرېښودې۔ د …
د ايف ۔16 جنګي الوتكو په اغستو كښې په تاخير اختلافات٬ د پيرو د دفاع او خارجه وزارت وزيرانو اسعفاګانې وړاندې كړې

مزید خبریں
ليما 23 اپرېل (اے پي پي) د پيرو د دفاع وزير کارلوس ډياز او خارجه وزير هيوګو ډي زيلا د امريکائي ساخت اېف- 16 جنګي الوتكو په اغستو كښې په تاخير په حكومتي پرېكړه د شخړې نه پس خپلو چوكۍ څخه استعفٰې وركړې ده۔ د شنهوا له مخې صدر جوزے بالکازار هېواد ته د ورمخئ ته مالي ستونزو له امله د دې لوظنامې ځنډولو پرېكړه راتلونكي حكومت ته پرېښودې۔ د رپورټ له مخې دواړو وزيرانو د دې تاخير مخالفت كړے۔ خارجه وزير هيوګو ډي زيلا ووئيل د خرېدارۍ ځنډولو سره په خبرو اترو م كښې د هېواد عزت ته زيان رسېدلے شي او د دفاع وزير دا د قامي سلامتيا معامله ګرځولې ۔ صدر جوزے بالکازار ووئيل د تاخير مقصد د اولسي فنډز سم استعمال باوري كول وٶ ٬ حكومت امريكې سره تصادم نه غواړي۔ د يادونې وړ ده پيرو كښې د انتخابي عمل نه پس به نوے صدر په جولائي ميشت كشې خپله چوكۍ سنبهالولې شي۔










