كولمبو 23 اپرېل (اے پي پي) سري لنكا كښې په وړومبي ځل سړي سر آمدن د 5 زره امريكائي ډالرو نه زيات شوے۔ شنهوا د سري لنكا د مركزي بينك د كلن رپورټ تر مخه ووئيل تېر كال په هېواد كښې د كال سړي سر آمدن په وړومبي ځل 5,003 امريكائي ډالرو ته رسېدلے ؤ ٬ رپورټ له مخې د سري لنكا معيشت كښې د 2025 په مهال 5 فيصد …
سري لنكا كښې سړي سر آمدن د 5 زره ډالرو نه زيات شو

مزید خبریں
كولمبو 23 اپرېل (اے پي پي) سري لنكا كښې په وړومبي ځل سړي سر آمدن د 5 زره امريكائي ډالرو نه زيات شوے۔ شنهوا د سري لنكا د مركزي بينك د كلن رپورټ تر مخه ووئيل تېر كال په هېواد كښې د كال سړي سر آمدن په وړومبي ځل 5,003 امريكائي ډالرو ته رسېدلے ؤ ٬ رپورټ له مخې د سري لنكا معيشت كښې د 2025 په مهال 5 فيصد زياتوالے راغلے كوم چې لويه بهتري ده٬ د مركزي بېنك شمېرو له مخې د سري لنكا مجموعي كورنۍ پېداوار زياتېدو سره نزدې 105 بلين امريكي ډالره ته رسېدلے كوم چې په كال 2024 كښې لږ ٶ او د دې نه علاوه د حكومت آمدن په زياتېدو د جي ډي پي تر 16.7 فيصد رسېدلے دے۔










