ملګري ملتونه ۔22اپريل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتو نيو ګوتريش د امريکې او ايران ترمينځه په جنګ بندۍ كښې د پراختيا هر كلي كولو سره دا د تاؤ تريخوالي کمولو پلو يو مهم ګام ګرځولے دے ۔ د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارک يو بيان كښې ووئېل دا پيش رفت د دواړو هېوادونو تر مينځه د سفارت کارۍ جوړولو لپاره مهمه موقع وركوي ۔بيان كښې وئېلې …
ملګرو ملتونو د امريکې۔ايران جنګ بندۍ كښې د پراختيا هر كلے وكرو ، د پاکستان د کردار ستائنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔22اپريل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتو نيو ګوتريش د امريکې او ايران ترمينځه په جنګ بندۍ كښې د پراختيا هر كلي كولو سره دا د تاؤ تريخوالي کمولو پلو يو مهم ګام ګرځولے دے ۔ د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارک يو بيان كښې ووئېل دا پيش رفت د دواړو هېوادونو تر مينځه د سفارت کارۍ جوړولو لپاره مهمه موقع وركوي ۔بيان كښې وئېلې شوي ملګري ملتونه د دې خبرې ډاډ ګېرنه كوي چې ټولې ډلې د جنګ بندۍ ځپلې كوونكو ګامونو نه ډډه وكړي او د تل پاتي حل لپاره تعميري خبرې روانې اوساتي ۔د رپورټ تر مخه د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د امريکې او ايران تر مينځه د خبرو اترو سهولت کارۍ هلو ځلو كښې د پاکستان د کردار هم ستائنه وكړه ۔ دا پيش رفت په داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ جنګ بندۍ كښې د پراختيا اعلان وكړودغسې چې ايران ته د يو مشترکه تجويز جوړولو وخت وركړے شي ۔رپورټ تر مخه د جنګ بندۍ ابتدائي موده د شورو په ورځ ختمېدله ، خو د ډلو تر مينځه د خبرو روانو ساتلو لپاره دا پراختيا شوې ده










