پاکستان كښې د تېرو 5 لسيزو په مهال 16 کروړه ماشومانو او 13 کروړه ميندو له د ویکسینز د لارې تحفظ وركړے شوے۔ د روغتيا نړيواله اداره

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د روغتيا نړيوالي ( ډبلیو ایچ او) او نورو شراکت دارو په مرسته د تيرو 5 كلونو په مهال 16 کروړه ماشومانو او د 13 کروړه ميندو ژوند بچ كولو لپاره د ویکسینز د لارې تحفظ وركړے ،دا پیش رفت 1978 كښې د پاکستان د حفاظتی ټیکه جات توسیعی پروګرام ( ای پی آئی) جوړيدو نه پس ممکن شوے۔ د ډبلیو ایچ …

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د روغتيا نړيوالي ( ډبلیو ایچ او) او نورو شراکت دارو په مرسته د تيرو 5 كلونو په مهال 16 کروړه ماشومانو او د 13 کروړه ميندو ژوند بچ كولو لپاره د ویکسینز د لارې تحفظ وركړے ،دا پیش رفت 1978 كښې د پاکستان د حفاظتی ټیکه جات توسیعی پروګرام ( ای پی آئی) جوړيدو نه پس ممکن شوے۔ د ډبلیو ایچ او رپورټ له مخې د طبي سائنس په سوب پاکستان نه په 1976 كښې د چیچك (سمال پاکس) خاتمه وشوه، د حفاظتي ټیکو پروګرام سره تر اوسه نزدې 26 لکهه ماشومان د مرګ څخه بچ كړے شوي۔په نړيواله كچه هم ویکسینز د 1974 نه تر اوسه 15 کروړه 40 لکهه كسان بچ كړي، پاکستان هغه 5 وړومبو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د ویکسینیشن له امله د ماشومانو په مرګ كښې ښكاره كمے راغلے۔پاکستان د 1994 نه تر اوسه د فالج په کیسونو كښې 99.8 فیصد کمے راوستے كوم چې د يوې اندازې له مخې د 20 زره کیسونو څخ په كال 2025 كښې يواځې 31 ته راغلي ۔دغسې د روغتيا نړيوالي ادارې پنجاب، سندھ، آزاد کشمیر، اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې د مور٬ بچي او د كوچنيانو څخه د تشنج (ایم این ټی اي ) د خاتمې تصدیق کړے چې په نتيجه كښې ئې د هېواد 80 فیصده آبادی داسې ده چرته چې كوچنيان اوس د دې ناروغتيا خطر نه لري ۔د روغتيا نړيوالي ادارې له مخې پاکستان كښې د اي پي آئي پروګرام څخه د ماشومانو په مجموعی مرګونو كښې تر 17 فیصده كمے راغلے۔د حکومتِ په مشرۍ كښې او ګیوی، دی ویکسین الائنس په مرسته هر كال 70 لکهه څخه زياتو ماشومانو او 55 لكهه څخه زياتو ميرمنو له 13 مختلف ویکسین وركړے كيږي ٬ دې نه ځانله د پولیو خاتمې لپاره د روانو كمپائنونو په مهال 4 کروړه 50 لکهه ماشومانو له بيا بيا ویکسین وركړے شوي دي

مزید خبریں