اقوام متحده ۔22اپريل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د نوي سيکرټري جنرل ټاكنې لپاره د كانديدانو سره دوو ورځنۍ انټرايکټو خبرې اترې بیل كړې دي۔ د شنهوا تر مخه د خبرو اترو پېل د چلي د پخواني صدر ميشل بيشلټ نه وشو، څوك چې د دې مهمې چوكۍ په څرګندو كانديدانو كښې شامل دے ۔ د جنرل اسمبلۍ صدر اينالينا بائر بوک ووئېل د سيکرټري جنرل ټاكنه …
د ملګرو ملتونو د نوي سيکرټري جنرل د ټاكنې عمل تند شو، د كانديدانو سره مهمې خبرې پېل شوې

مزید خبریں
اقوام متحده ۔22اپريل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د نوي سيکرټري جنرل ټاكنې لپاره د كانديدانو سره دوو ورځنۍ انټرايکټو خبرې اترې بیل كړې دي۔ د شنهوا تر مخه د خبرو اترو پېل د چلي د پخواني صدر ميشل بيشلټ نه وشو، څوك چې د دې مهمې چوكۍ په څرګندو كانديدانو كښې شامل دے ۔ د جنرل اسمبلۍ صدر اينالينا بائر بوک ووئېل د سيکرټري جنرل ټاكنه به نه يوازې په ملګرو ملتونو بلکې په ګرده نړۍ اغيز پرېباسي او دې څخه به د نړيوالې ادارې راروان اړخ تعين شي۔ هغه زور راوړو چې په موجوده دور كښې نړۍ ته ګن چيلنجز ورمخې ته دي چې پكښې جيو پوليټيکل بدلونونه، زياتېدونكې شخړې ، موسمياتي بحران، تند رفتاره ټيکنالوجي او د مساوات نړيوال نشتوالے شامل دے ، ځكه نړيواله مرسته ضروري شوې ده ۔راپور تر مخه د دې چوكۍ لپاره څلور كانديدان په ميدان كښې دي چې پكښې ميشل بيشلټ ، رافيل ګروسي، ميکي سال او ربيکا ګرن سپين شامل دي ۔ اوسنے سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريش د جنوري 2017 نه دا عهده لري۔










