هند ، د آتش بازۍ كارخانه كښې چاؤدنه ، 21 كسان مړه ، 6 ژوبل

نوې ډيلې ۔20 اپرېل(اے پی پی) دهند په سوئيلي رياست تمل ناډو كښې د آتش بازۍ په يوه كارخانه كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 21 كسان مړه او 6 ژوبل شوي۔ د شنهوار له مخې سرکاری نشریاتی ادارې آل انډیا رېډیو وئيلي چې په تمل ناډو كښې وی مُتھولنګاپورم، ضلع ویرودھونګر كښې د پټاخو په يوه فېكټرۍ كښې د چاؤدنې له امله د 21 كسانو د مړه كېدو …

نوې ډيلې ۔20 اپرېل(اے پی پی) دهند په سوئيلي رياست تمل ناډو كښې د آتش بازۍ په يوه كارخانه كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 21 كسان مړه او 6 ژوبل شوي۔ د شنهوار له مخې سرکاری نشریاتی ادارې آل انډیا رېډیو وئيلي چې په تمل ناډو كښې وی مُتھولنګاپورم، ضلع ویرودھونګر كښې د پټاخو په يوه فېكټرۍ كښې د چاؤدنې له امله د 21 كسانو د مړه كېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ په پېښه كښې سخت ژوبل شوي شپږ كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د چاؤدنې په وخت په څلورو كمرو كښې نزدې 50 مزدوران موجود و۔ چارواكو د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ښكاره كړې ده۔

مزید خبریں