په افغانستان كښې د 5.3 شدت زلزله

کابل۔18اپرېل(اے پی پی) په افغانستان كښې د خالي په ورځ سهار د 5.3 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه۔ د زلزلې جړقونه د پلازمينې كابل په شمول په بېلو سيمو كښې محسوس كړې شول۔ د امریکې جیولوجیکل سروے له مخې زلزله د ځائي وخت له مخې سهار 24 دقيقې دپاسه 7 بجې راغلې وه۔ ددې مركز په قطبي ختيز افغانستان كښې نزدې 198.8 کلومیټر ژور و۔ د ابتدائي اطلاع ترمخه د …

کابل۔18اپرېل(اے پی پی) په افغانستان كښې د خالي په ورځ سهار د 5.3 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه۔ د زلزلې جړقونه د پلازمينې كابل په شمول په بېلو سيمو كښې محسوس كړې شول۔ د امریکې جیولوجیکل سروے له مخې زلزله د ځائي وخت له مخې سهار 24 دقيقې دپاسه 7 بجې راغلې وه۔ ددې مركز په قطبي ختيز افغانستان كښې نزدې 198.8 کلومیټر ژور و۔ د ابتدائي اطلاع ترمخه د زلزلې د لاسه د كوم مالي يا ځاني زيان په اړه كومه اطلاعه نه ده ترلاسه شوې۔

مزید خبریں