افغانستان ٬ ترافيكي پېښه كښې څلور كسان مره ٬ 2 ژوبل

کابل ۔17اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په غزني صوبه كښې د ترافيكي پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ څلور كسان مړه او دوه ژوبل شول۔ د شنهوا له مخې پېښه د جمعې په ورځ په عزيز كلا سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې سرعت سره تلونكي دوه ګاډي خپلو كښې ټكر شول۔ ځائي عهدېدار عزت سعيدي د پېښې تصديق كولو سره وئيلي چې دا پېښه بې …

کابل ۔17اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په غزني صوبه كښې د ترافيكي پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ څلور كسان مړه او دوه ژوبل شول۔ د شنهوا له مخې پېښه د جمعې په ورځ په عزيز كلا سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې سرعت سره تلونكي دوه ګاډي خپلو كښې ټكر شول۔ ځائي عهدېدار عزت سعيدي د پېښې تصديق كولو سره وئيلي چې دا پېښه بې پرواهۍ سره د ګاډي چلولو له امله رامخې ته شوه٬ ژوبل شوي په سمدستي توګه صوبائي روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د رپورټ له مخې په افغانستان كښې ترافيكي پېښې يوه مستقله مسئله جوړه شوې ده چې لوے سبب يۍ خراب سړكونه ٬ سرعت او د حفاظتي اقداماتو كمې ښودلې شي۔

مزید خبریں