د امریکې او ایران د خبرو تسلسل ضروري دے، د پیچلې او پخوانۍ مسئلې حل په يوه ناسته كښې ممکن نه دے،انتونیو ګوتریس

ملګري ملتونه ۔15اپریل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریس وئېلي دي د امریکې او ایران ترمېځه د خبرو د بحالۍ قوي امکان دے ۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو په هیډکوارټر كښې خبريالانو ته هغه ووئېل شته اشارې دا وائي چې دا خبرې بيا پېل كېدې شي او د دې عمل روان پاتي كېدل ضروري دے ۔ انتونیو ګوتریس ووئېل د دومره پیچلې او زړې …

ملګري ملتونه ۔15اپریل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریس وئېلي دي د امریکې او ایران ترمېځه د خبرو د بحالۍ قوي امکان دے ۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو په هیډکوارټر كښې خبريالانو ته هغه ووئېل شته اشارې دا وائي چې دا خبرې بيا پېل كېدې شي او د دې عمل روان پاتي كېدل ضروري دے ۔ انتونیو ګوتریس ووئېل د دومره پیچلې او زړې مسئلې حل په يوه ناسته كښې ممکن نه دے ، د دې لپاره د خبرو اترو تسلسل ضروري دے۔ هغه ووئېل د خبرو اترو په مهال جنګ بندي برقرار پاتي كېدل پكار ده او په ضرورت لرلو دې ته لا پراختيا وركول پكار ده ۔ د ملګرو ملتونو مشر زياته كړه چې د دې بحران کوم پوځي حل نشته او تل پاتي امن لپاره مستقل سفارتي هلې ځلې او سیاسي عزم پكار دے ۔ هغه په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د تاو تريخوالي په ځائے سفارتکارۍ ته وده وركړے شي او د نړيوال قانون پاسداري باوري كړې شي ۔

مزید خبریں