د اختیار ناجائزه كارولو او د بډو اغستو په تورونو د منګولیا صدر د استعفی وړاندې كولو اعلان

اولان باتور۔17نومبر(اے پي پي)د منګولیا صدر اوخنا خورلسوخ د  اختیارات په ناجائزه كارولو  او د  بډو  اغستو په تورونو د خپل تشخص بحالولو  په هڅه كښې د خپلې چوكۍ پرېښودو  د ارادې اعلان كړے دے ۔  د شنهوا تر مخه هغه د نهې په ورځ  پریس کانفرنس ته خطاب کښې ووئېل   په اوسنو كښې  د منګولیا صدارتي منصب تشخص ته د زيان رسولو هڅې شوي دي ۔ هغه ووئېل زه …

اولان باتور۔17نومبر(اے پي پي)د منګولیا صدر اوخنا خورلسوخ د  اختیارات په ناجائزه كارولو  او د  بډو  اغستو په تورونو د خپل تشخص بحالولو  په هڅه كښې د خپلې چوكۍ پرېښودو  د ارادې اعلان كړے دے ۔  د شنهوا تر مخه هغه د نهې په ورځ  پریس کانفرنس ته خطاب کښې ووئېل   په اوسنو كښې  د منګولیا صدارتي منصب تشخص ته د زيان رسولو هڅې شوي دي ۔ هغه ووئېل زه په رسمي توګه دا اعلان کوم چې زما نوم ته د زيان رسولو  ذمه وارو كسانو  خلاف  به د اړوند كسانو سره رجوع کوم  او په ما د لګېدلو  تورونو ناسمه ثابتولو هڅې به كوم۔ د منګولیا صدارتي قانون  تر مخه د هغه د استعفې  منظورولو یا رد کولو  حتمي اختیار د هېواد  126 كسيز ایوانې پارلیمان سټیټ ګریټ خورال  ته تر لاسه دے ۔ واضحه دې وي د اوخنا خورلسوخ  په   كال 2021  صدارتي ټاكنو كښې  په اکثریت سره  بريا تر لاسه كړې وه  او د هغه شپږ كلنه صدارتي موده پېل شوې وه۔

مزید خبریں