اسلام آباد۔17نومبر (اے پي پي) امریکا كښې جوړ د بشري حقونو نړيوال تنظیم ”ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین“ په هند كښې د مسلمانانو خلاف د هندو انتها خوښو نفرت لرونكو جرائمو نه پردہ پورته كولو سره وئېلي دي د تنظیم د 4 كالو ریکارډ تر مخه هند كښې د مسلمانانو لپاره كال 2026 تر ټولو زیات خونړے كال ثابت شوے دے ۔د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین …
هند كښې د مسلمانانو لپاره كال 2026 تر ټولو زيات خونړے ثابت شو، راپور

مزید خبریں
اسلام آباد۔17نومبر (اے پي پي) امریکا كښې جوړ د بشري حقونو نړيوال تنظیم ”ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین“ په هند كښې د مسلمانانو خلاف د هندو انتها خوښو نفرت لرونكو جرائمو نه پردہ پورته كولو سره وئېلي دي د تنظیم د 4 كالو ریکارډ تر مخه هند كښې د مسلمانانو لپاره كال 2026 تر ټولو زیات خونړے كال ثابت شوے دے ۔د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د ساوتھ ایشیا جسټس کیمپین درې مياشتيز راپور كښې وئېلي دي په هند كښې په مذهبي بنیادونو د تشدد له امله په تېرو دريو مياشتو كښې 16 مسلمانان ووژلے شول ۔ راپور كښې وئېلي شوي دي د اګست نه تر اکتوبر هند كښې د مسلمانانو خلاف د جعلي پولیس مقابلو 118 پیښې رامخې ته شوي دي چې پكښې 105 د بي جے پي په واكمنۍ كښې په ايالت اترپردیش كښې رامخې ته شوي دي ۔ راپور كښې وئېلي شوي هند د 18 ايالتونو او د مرکز تر انتظام لاندې سيمو كښې د ووټر لسټونو څخه د 6 کروړه 16 لاکھه مسلمانانو نامې خارج كړې شوي دي ۔ راپور تر مخه د هند په ايالتونو كښې د مسلمانانو څخه په زور د هندوتوا چغې وهلو او د تذلیل په درځنونو پیښې رامخې ته شوي دي۔










