شمالي کوریا خپل جوهري صلاحیت په تندۍ سره پراخه كوي، د آئي اے اي اے خبردارے

سیئول 15اپریل(اے پي پي) انټرنیشنل اټامک انرجي ایجنسۍ (آئي اے اي اے ) خبردارر وركړے دے چې شمالي کوریا خپل جوهري صلاحیت په تندۍ سره زياتوي ۔ د رائټرز تر مخه د ادارې مشر رافیل ګروسی په سیئول كښې خبرو كښې انکشاف وكړو چې شمالي کوریا خپلې جوهري وسلې جوړولو په صلاحیت كښې ښكاره او تر اندېښمند حد زياتے كړے دے ۔ هغه ووئېل د شمالي کوریا په جوهري پروګرام …

سیئول 15اپریل(اے پي پي) انټرنیشنل اټامک انرجي ایجنسۍ (آئي اے اي اے ) خبردارر وركړے دے چې شمالي کوریا خپل جوهري صلاحیت په تندۍ سره زياتوي ۔ د رائټرز تر مخه د ادارې مشر رافیل ګروسی په سیئول كښې خبرو كښې انکشاف وكړو چې شمالي کوریا خپلې جوهري وسلې جوړولو په صلاحیت كښې ښكاره او تر اندېښمند حد زياتے كړے دے ۔ هغه ووئېل د شمالي کوریا په جوهري پروګرام كښې په تندۍ سره پیش رفت كېږي ، په خاص توګه د یونګ بیون په جوهري کمپلیکس كښې هلو ځلو كښې واضحه زياتوالے لېدلے شوے دے ۔ د آئي اے اي اے مشر ووئېل د میګاواټ ري ایکټر، ري پروسیسنګ یونټ، لائټ واټر ري ایکټر او په نورو تنصیباتو كښې هلې ځلې زياتېږي ، كومې چې د دې خبرې تعين كوي چې شمالي کوریا خپل جوهري صلاحیت ته پراختيا وركوي ۔

مزید خبریں