د سعودي خارجه وزير سره د  مصر او  قطر خپل هم منصبو ټیلې تماس  ، په سيمه ايزه وضعه د  خیالاتو څرګندونه

ریاض۔17نومبر  (اے پي پي)د سعودي خارجه  وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان سره د قطر وزیراعظم و خارجه وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن بن جاسم آل ثاني او  د مصر خپل  هم منصب ډاکټر بدر عبدالعاطي  جلا جلا په  ټیلې  فون  تماس كښې په  سيمه ايزه  وضعه خبرې اترې وكړي  ۔د ایس پي اے تر مخه د سعودي او  مصر  خارجه وزيرانو  د سعودي عرب او مصر  اړيكو ، دا …

ریاض۔17نومبر  (اے پي پي)د سعودي خارجه  وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان سره د قطر وزیراعظم و خارجه وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن بن جاسم آل ثاني او  د مصر خپل  هم منصب ډاکټر بدر عبدالعاطي  جلا جلا په  ټیلې  فون  تماس كښې په  سيمه ايزه  وضعه خبرې اترې وكړي  ۔د ایس پي اے تر مخه د سعودي او  مصر  خارجه وزيرانو  د سعودي عرب او مصر  اړيكو ، دا په بېلا بېلو څانګو كښې مضبوطولو او پرمختګ وركولو په لاروچارو  لټولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دوي په سيمه ايزه وضعه هم خبرې وكړې او د پرله پسې هم غږۍ او  مشاورت په اهمیت يې زور راوړو ۔  دغسې په تاو ترخوالي كښې كمي لپاره  د سفارتي هڅو  ملاتړ وكړے شو ۔شهزادہ فیصل بن فرحان او د  قطر خارجه وزير  په اوسني سيمه ايز صورتحال او په دې اړه په روانو هڅو  هم خبره وكړه د كومو مقصد چې تاو تريخوالے كمول او منطقه كښې سلامتیا او  استحکام په ځائے ساتل دي۔

مزید خبریں