روم۔15اپریل (اے پي پي) اټلي د اسرائیل سره خپله د دفاعي مرستې لوظ نامه معطل کړه ۔ د رائټرز تر مخه وزیرِاعظم جارجیا میلوني او سفارتي ذرائعو وئېلې دي اټلي د اسرائیل سره خپله دفاعي لوظ نامه معطل کړې ده چې پكښې د پوځی ساز و سامان او د ټیکنالوجي د تحقیق تبادله شامله ده ۔ جارجیا میلونی د يوې دستورې په موقع ووئېل د موجودہ صورتِ حال تر مخه …
اټلي د اسرائیل سره خپله د دفاعي مرستې لوظ نامه معطل کړه

مزید خبریں
روم۔15اپریل (اے پي پي) اټلي د اسرائیل سره خپله د دفاعي مرستې لوظ نامه معطل کړه ۔ د رائټرز تر مخه وزیرِاعظم جارجیا میلوني او سفارتي ذرائعو وئېلې دي اټلي د اسرائیل سره خپله دفاعي لوظ نامه معطل کړې ده چې پكښې د پوځی ساز و سامان او د ټیکنالوجي د تحقیق تبادله شامله ده ۔ جارجیا میلونی د يوې دستورې په موقع ووئېل د موجودہ صورتِ حال تر مخه حکومت د اسرائیل سره د دفاعي لوظنامې خودکار تجدید د معطل كولو بړېكړه كرې ده۔دا لوظنامه د دفاعي صنعتونو، د پوځي اهلکارو تعلیم و تربیي، تحقیق و پرمختګ او د انفارمیشن ټیکنالوجي پشمول نورو څانګو كښې د مرستې په اړه ده ۔ د اطالوي حکومت د اسرائیل په پوځ لبنان كښې د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې په اطالوي امن عسكرو قافله د انتباهي ډزو تور ولګولو د كومو نه پس چې د دواړو هېوادونو تر ميځخه تېره اونۍ كښې تاو تريخوالے زيات شوے دے ۔ د راپور تر مخه دا پرېكړه د ګل په ورځ د خارجه وزير انتونیو تاجاني، د دفاع وزير ګویډو کروسیټو او د نائب وزیراعظم میټیو سالویني سره د مشاورت نه پس وكړې شوه ۔ د اسرائیل خارجه وزارتِ وياند په دې معامله تبصرہ کولو څخه انکار کړے دے









