کینبرا ۔13اپریل (اے پي پي) د آسټریلیا وزیرِاعظم انتھوني البانیز د امریکې او ایران ترمينځه دخبرو اترو په بحالۍ زور راوړلو سره مينځني ختيز كښې د تاو تريخوتالي د خاتمې غوښتنه كړې ده ۔ د شنہوا تر مخه هغه يوه مركه كښې ووئېل مونږ په سيمه كښې د مستقل امن، تاو تريخوالي د کمي او د وګرو مرګونو د خاتمې خوښي لرو ۔ هغه په دې خبره هم زور راوړو …
آسټریلیا د امریکا ایران خبرو اترو د بحالۍ غوښتنه وكړه

مزید خبریں
کینبرا ۔13اپریل (اے پي پي) د آسټریلیا وزیرِاعظم انتھوني البانیز د امریکې او ایران ترمينځه دخبرو اترو په بحالۍ زور راوړلو سره مينځني ختيز كښې د تاو تريخوتالي د خاتمې غوښتنه كړې ده ۔ د شنہوا تر مخه هغه يوه مركه كښې ووئېل مونږ په سيمه كښې د مستقل امن، تاو تريخوالي د کمي او د وګرو مرګونو د خاتمې خوښي لرو ۔ هغه په دې خبره هم زور راوړو چې په مهمه تجارتي لاره آبنائے هرمز د بحري تګ راتګ آزادي بحالول پكار ده ۔د هغه وېنا وه آسټریلیا ته تر اوسه د امریکې د اړخه د آبنائے هرمز په ناکه بندۍ كښې د شاملېدو كوم رسمي درخواست نه دې تر لاسه شوے او مونږ په دې مهمه سندري لاره تګ راتګ بحالولو ته پام لرنه كوو ۔واضحه دې وي چې آبنائے هرمز د نړيوال تجارت لپاره يو ه ډېره مهمه لاره ده ، چرته چې د كومې هم خوا بدۍ په نړيوال معیشت ژور اثرات مرتب كېدے شي۔









