تهران ۔١٠ اپرېل(اے پي پي) د ايران نائب خارجه وزير سعيد خطيب زاده وئېلي دي د امرېكې بحري بېړۍ هم د ابنائے هرمز څخه تېرېدې شي ٬ تر هغه وخت چې هغه كوم مخاصمانه طرز عمل اختيار نه كړي ۔ د بي بي سي تر مخه سعيد خطيب زاده د ايران ميډيا ته ووئېل ابنائے هر مز پرانستے دے خو د تكنيكي وجوهات له امله د بېړيو لپاره ضروري ده …
ابنائے هر مز پرانستے دے ٬د امرېكې جهاز ترې هم تېرېدے شي ٬ د ايران نائب خارجه وزير سعيد خطيب زاده

مزید خبریں
تهران ۔١٠ اپرېل(اے پي پي) د ايران نائب خارجه وزير سعيد خطيب زاده وئېلي دي د امرېكې بحري بېړۍ هم د ابنائے هرمز څخه تېرېدې شي ٬ تر هغه وخت چې هغه كوم مخاصمانه طرز عمل اختيار نه كړي ۔ د بي بي سي تر مخه سعيد خطيب زاده د ايران ميډيا ته ووئېل ابنائے هر مز پرانستے دے خو د تكنيكي وجوهات له امله د بېړيو لپاره ضروري ده جې د ايران پوځ سره رابطه ولري۔د ايراني وزير وېنا وه مونږ به به هر مز كښې د شته خپلو خوندي لارو څخه محفوظ سفر باوري كوو۔ د دې نه وړاندې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په ايران ټكونه كولو سره وئېلي وو هغوي د ابنائے هر مز د لارې د تيلو وړلو راوړلو په معامله كښې ډېر ناوره كار كوي ۔ د هغه وېنا وه دا لوظ نامه نه ده كومه چې زمونږ تر مينځ شوې وه ۔ ياد دې وي چې تېره ورځ د ايران په سركاري مېډيا كښې شائع شوي يو بيان كښې پاسداران انقلاب د ابنائے هرمز څخه د تېرېدو اراده لرونكو بېړيو ته مشوره وركرې وه چې هغوي په بحري حفاظتي اصولو عمل وكړي او د سمندري بارودي مائنونو نه محفوظه پاتي كېدو لپاره متبادل لاره خپله كړي۔ پاسداران انقلاب خپل بيان كښې د متبادل لارې تعينولو سره سره يوه نقشه هم جاري كرې ده ۔ د نقشې تر مخه د بحيره عمان نه راتلونكې بېړۍ د لاراك جزيرې د قطب پلو تللې شي او بيا به د هغه ځائے نه د خليج فارس پلو خپل مزل روان ساتلے شي۔د بل پلو تلونكې بحري بېړۍ د خليج فارس نه په راوتلو د لاراك جزيرې نه په تېرېدو د بحيره عمان پلو تللي۔









