د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د سوئس سفير ملاقات ، د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو  څرګندونه

پېښور ۔ 17 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كندي سره د سوئټزرلېنډ  نوي سفير سټېفن رے په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښی په چارو ٬ دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو ٬ نوې لوظنامو ٬ سټوډنټ ډپلومېسی او نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه …

پېښور ۔ 17 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كندي سره د سوئټزرلېنډ  نوي سفير سټېفن رے په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښی په چارو ٬ دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو ٬ نوې لوظنامو ٬ سټوډنټ ډپلومېسی او نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ په موقعو ، ترهګرۍ ختمولو له په اقداماتو او د صوبې او په خاص توګه د نومولې شوو ضلعو په پرمختيائي ترجيحاتو خبرې وشوې۔ په دې موقع ګورنر ووئيل زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح د ترهګرۍ بشپړه خاتمه ده۔ ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا صوبه د سېلګرۍ ٬ معدنيات ٬ تېل او ګاز په شمول بلها قدرتي پنګې لري ٬ په صوبه كښې د تلپاتې امن په ځائې كولو پرته مونږ بله لاره نه لرو ، په دې مقصد كښې ناكامي زمونږ لپاره كوم آپشن نه دے۔ ده ووئيل د صوبې او په خاص توګه د نومولې شوو ضلعو پرمختګ له وفاقي حكومت د 160 اربه روپو خصوصي پرمختيائي پېكج راكړې دې۔ ده سوئس سفیر منرل انوېسټمنټ فورم، د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ ودې او صوبائي انوېسټمنټ كمپني جوړولو سره د اړوندو اقداماتو په اړه هم خبر كړو۔ ګورنر د سوئټزرلېنډ سفير ته صوبه كښې په كېدونكې پولو فیسټیول او اسکېئنګ ایونټ كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ فېصل کریم کنډی د سوئس سفیر او جی ډی سی اېل  سره د شوي ملاقات او په صوبه كښې د تېل او ګاز څانګه كښې سرمايه كارۍ ته وده وركولو له د پورته كړې شوو ګامونو په اړه هم خبر كړو۔ د ګورنر او سوئس سفير ترمينځه د انټرنېشنل کمېټي آف دی رېډ کراس خدمات او تجربات  څخه د استفادې كولو په امكاناتو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں