اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د تركمانستان د كابينې مرستيال چيئرمېن او خارجه وزير رشيد مريدوف د پاكستان تركمانستان د مشتركه بېن الحكومتي كمېشن شپږمې غونډې ګډه مشري وكړه په كومه كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه همكارۍ د ټولو اړخونو جاج واغستې شو او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ لا پياوړې كولو له په تګلارو د خيالاتو څرګندونه …
د پاكستان تركمانستان بېن الحكومتي كمېشن شپږمه غونډه ٬ تجارت ٬ توان ٬ كركيله ٬ ټرانسپورټ او نورو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د تركمانستان د كابينې مرستيال چيئرمېن او خارجه وزير رشيد مريدوف د پاكستان تركمانستان د مشتركه بېن الحكومتي كمېشن شپږمې غونډې ګډه مشري وكړه په كومه كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه همكارۍ د ټولو اړخونو جاج واغستې شو او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ لا پياوړې كولو له په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې غونډه په خارجه وزارت كښې وشوه۔ دواړو اړخونو د كاروباري ادارو ترمينځه د رابطو مضبوطولو ٬ اداره جاتي همكاري زياتولو او د اولسي كچې تبادلو په اهميت زور راوړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير په شوو پرېكړو او نتيجو د مؤثر عملدرآمد په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د مشترکه ورکنګ ګروپس، د ادارو ترمينځه نزدې تړون او د باقاعده پېشرفت جاج اغستلو دلارې دواړه هېوادونه دې پخوانۍ ملګرتيا په كوټلې او عملي ګټو بدله كړي۔ په غونډه كښې د توان وزير ٬ د تجارت وزوير ٬ د پټرويم وزير ٬ د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير او قامي ورثې وزير مملكت په شمول د اړوندو وزارتونو او محكمو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔








