واشنګټن 10 اپرېل (اے پي پي) د امريکې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي اسلام آباد كښې د امريکې او ايران د امن لوظ نامې امکانات په اړه هيله مند يم۔ يو شخصي ټي وي سره مركه كښې د امريكې جمهور رئيس ووئيل د ايران سره روان تاؤ ترېښوالي ختمولو لپاره خبرې په سم لوري په وړاندې تللې شي۔ هغه ووئيل د امريکې نائب صدر جے ډي وينسان به خبرو …
اسلام آباد كښې د امريکې ۔ ايران خبرو اترو نه هيله مند يم۔ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن 10 اپرېل (اے پي پي) د امريکې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي اسلام آباد كښې د امريکې او ايران د امن لوظ نامې امکانات په اړه هيله مند يم۔ يو شخصي ټي وي سره مركه كښې د امريكې جمهور رئيس ووئيل د ايران سره روان تاؤ ترېښوالي ختمولو لپاره خبرې په سم لوري په وړاندې تللې شي۔ هغه ووئيل د امريکې نائب صدر جے ډي وينسان به خبرو كښې د امريکائي پلاوي مشري كوي۔ د امريکې صدر ادعا وكړه چې د ايران لارښود د اولسي بيانونو برعکس خبرو اترو كښې زيات لچك ښائي او زياته په ښه ډول خبره كوي ٬ دغسې هغه خبردارے وركړو چې كه لوظنامه ونه شوه نو صورتحال نور هم خرابيدے شي۔هغه دا هم ووئيل ما اسرائيل ته وئيلي دي چې خپلي عسكري كاروائي كمي كړي دغسې چې خبري اتري په ښه چاپيرچل كښې اوشي۔د اسرائيل وزيرِاعظم نيتن هاهو په اړه ټرمپ ووئيل هغه سره خبرې شوي هغه هم د تحمل پلو روان دے۔دا بيانونه په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوي كله چې مينځني ختيز كښې تاؤ ترېښوالے اوس هم روان دے او منطقه كښې د جنګ بندۍ او سفارتي هلي ځلې دوامداره دي۔









